خبرتیاوی او پیغامونه

« آیا نجيپ پېژنئ؟!» کتاب چاپ شو!

نن ټکی آسیا:  آیا نجیب پېژنئ؟ کتاب په اصل کې د ډاکټر نجیب سکه ورور صديق الله راهي د نوموړي د واکمنۍ پرمهال په دري ژبه د « آیا نجیب را میشناسيد؟» په عنوان لیکلی و، چې په دې ورستيو کې ښاغلي مولوي صیب عبد الخبير جاهد په ساده او روانه پښتو ژبه ژباړلی دی. له نیکمرغه دا دی اوس تازه په لومړي ځل له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره (۱۶۴) مخونو کې لیکل شوی.

  د کتاب د ژباړې په پای کې ښاغلي مولوي صیب د کمونېزم د بنسټ په اړه خپله د کمونیزم د ځینو جرمني او روسي بنسټګرانو او مخکښانو له خولو ځینې نور مهم معلومات، همدا ډول د افغاني مخکښو کمونیستانو(  تره کي، امین، ببرک او نجیب )  ځينې په زړه پورې  او حیرانوونکې څرګندونې را ټولې کړې دي ، او له نوموړي کتاب سره يې ضميمه کړي دي.

  د چاپ ټول حقوق یوازې په مولوي صیب پورې اړه لري. که درانه لوستونکي او خواخوږي په دې اړه څه مشورې لري، کولای شي په لاندې آدرس اړیکه ورسره ونیسي:
abdulkhabeer.jahid@yahoo.com

 د لاسته راوړنې پته:
مستقبل خپرندويه ټولنه:

لومړی ادرس: کابل، کوټه سنګي، د سيلو د څلورم او پنځم سرک ترمنځ د شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ.

دويم ادرس: کابل، د دهمزنګ اول سرک، مرکز عمومي کتاب فروشي (محب زاده مارکټ).

مبایل شمېرې: ۰۷۸۸۲۲۰۵۳۰- ۰۷۸۶۶۳۰۷۳۱- ۰۷۷۸۸۷۰۳۰۵

همدارنګه په نورو ځينو کتاب پلورنځيو کې هم ترلاسه کیدلی شي.

عبد القادر پتنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x