دیني، سیرت او تاریخ

روژه! د رحمت ،مغفرت او له اوره د خلاصون میاشت!

 احمد الله عاطفي

روژه(رمضان)

رمضان: درَمَضَ نه اخستل شوی،چې دلغت په اعتبار دوه معنی لري، اول: هغه ډبره چې دلمر په حرارت توده شوي وي،لاس پښه (بدن) سره ونښلي سوزوي ئې.

دویم: هغه باران چې دمني په موسم کي په لمړي ځل ووریږي، داوړی ګرد اوغبار کینوي، هوا او چاپیریال پاک کړي.

په شرعي بنا رمضان داسلامي تقویم(جنتري) په حساب دکال ددولسو میاشتو نه یوه میاشت دی چې په نهمه میاشت ئې اطلاق کیږي، چې دشعبان او شوال ترمینځ واقع دی او داحساب په سپوږ مېز کال یادیږي، چې دمیاشتو نومونه ئې په دی تر تیب دي:

۱ – محرم الحرام

۲ – صفرالمضفر

۳- ربیع‌الاول

۴- ربیع‌الثانی

۵- جمادی‌الاول

۶- جمادی‌الثانی

۷- رجب امرجب

۸- شعبان المعضم

۹- رمضان المبارک

۱۰- شوال المکرم

۱۱- ذی القعده

۱۲- ذی الحجه .

سپوږ میز کال تقریباً ۳۵۵ ورځي، او دورځو دشمیر په اساس ئې میاشت ۲۹ ورځي او یا ۳۰ ورځو ته رسیږې ، په لمریزو میاشتو کې دورځو شمیر ۳۰ او هم له ۳۰ نه زیاتیږي په همدی اساس قمري کال دورځو شمیر تقریباً لس ورځي د لمریز کال نه کم راځي او هم ئې دمیاشتو ګرځیدا ثابت نه پاته کیږي ، هر کال لمړی میاشت ئې لس ورځی وړاندي کیږي چې په همدی تر تیب هره میاشت ئې هم خپل ګر ځیدا بدلوي.

د رمضان مبارکه میاشت دلوړو ارزښتونوخاونده ده چې الله سبحانه وتعالی ئې په عظیم کتاب (قرانکریم) کې په فضیلت او برکتونو یاد کړی او ستائیلی دی.

دځینو روایاتو په بنا کله چې دمیاشتو نومونه غوره کیدل کومه میاشت چې په کوم موسم کې غوره کیده دهغه موسمی حالات په بنا نومول کیده ، رمضان میاشت هم دلمر دحرارت په شدت دورکې تر مخ شوه او دا نوم وربانی غوره شو، والله اعلم.

معتبر روایت دادی، چې څرنګه په دواړو نومونو دصدق اطلاق کیږي ،اول: څرنګه چې نری باران سبب دپاکیدو دهوا او چاپیر یال دی او دلازیاتو ګټو تر لاسه کو لو زیری ورکوي همدا ډول رمضان مطیع بنده له ګناهونو پاکوي دالله(جل جلاله) درحمتونو ، بخښنو او زیاتو پیرزوینو مستحق ګرځي.

دویم: څرنګه چې حرارت او ګرمې سوزول کوي همدا راز رمضان دمطیع بنده،چې دروژو په نیولو سره خپل نفسي، شهواني غوښتنې او خواهشات سوزوي په بدله کې ټول ګناهونه رژول کیږي او سوزول کیږي.
وروستي مسله: دځینو روایتونو په بنا رمضان دالله سبحانهُ وتعلی دنومونو نه یوه نوم دی، غوره خبره دادی چې مونږ په مجرده توګه ونه وایو، رمضان راغی او یا رمضان ولاړ، بلکه ویل مو داسي وي چې درمضان میاشت راغله، درمضان میاشت روانه دی، درمضان میاشت ولاړه او… والله اعلم.

روژه او فقها
اکثره فقها ئې کرامو په خپلو تصانیفو کې د روژي،فرضیت،احکام او مسائیلو درس د لمانځه او زکات له درسونو وروسته ذکر کړی او دلیل ئې په دی اړوند دا دی چې په قرانکریم او نبوي احادیثو کې دروژې ذکر دلمانځه او زکات نه وروسته شوی.

قال الله تبارک وتعالی: وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ . ( البقره: ۴۳)
ژباړه: او لمونځ قایم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کونکو سره رکوع وکړئ.

قال الله تبارک وتعالی: وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ…(الاحزاب: ۳۵)
ژباړه: صدقه ورکونکي او صدقه ورکونکې، روژه تي او روژه تۍ…

قال الله تبارک وتعالی: وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ… (البقره:۳)
ژباړه: لمونځ قایم کوي او له هغه څه چې موږ ور روزي کړي انفاق کوي.

قال الله تبارک وتعالی: وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيّاً…(مریم:۵۵)
ژباړه: او خپل ټبر به ئې پر لمانځه او زکات ګمارو،او دخپل رب ریښتینی پیغمبر وو.

قال الله تبارک وتعالی: وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيّاً…(مریم:۳۱)
ژباړه: او ماته ئې دلمانځه او زکات سپارښتنه کړې، تر هغه چې ژوندی یم.

عن أبي عبد الرحمن عبد الله بن عمر بن الخطاب (رضي الله عنهما) قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : بني الإسلام على خمس : شهادة أن لا إله إلا الله ، وأن محمدا رسول الله ، وإقام الصلاة ، وإيتاء الزكاة ، وحج البيت ، وصوم رمضان .( رواه البخاري ومسلم)

ژباړه:حضرت عبدا لله بن عمر(رضی الله عنهما) فرمائي: ما له حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) څخه واوریدل،چې فرمائيل ئې: داسلام بنیاد په پنځو شیانو دی،کلمه دشهادت، لمونځ، زکات، حج دبیت الله او روژه.

حضرت امام محمد الشیبأني (رحمه الله) په جامع صغیر او جامع کبیر کې،چې دحنفي فقې ستر مراجع ګڼل کیږي د روژې درس دلمانځه نه وروسته بیان کړی او دلیل ئې دادی چې دواړه بدني عبادات دي.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x