دیني، سیرت او تاریخ

هغه څیزونه چې روژه نه پرې ماتیږي!!!

لیکنه: محمد عمر حماد

۱ ـ د خپلې بي بي ښکلولو سره روژه نه ماتیږي. ( بخاري/مسلم)

۲ ـ د خپلې بي بي سره یو ځای پریوتل.
(بخاري/مسلم)

۳ ـ د ګرمي له وجې پر بدن اوبه اچول.
(ابوداود)

۴ ـ خولې او پوزې ته اوبه اچول خو ډیرې به یې پورته نه کش کوي.
(ابوداود/احمد)

۵ ـ د خوراک خوند کتل.
(ابن ابی شیبه)

۶ ـ وینه ورکول.
(بخاري/ابوداود/ترمذي)

۷ ـ رانجه استعمالول
(ابن ماجه/نیل الاوطار)

۸ ـ قی کول خو که چا په زوره ځان ته قی راوست بیا روژه فاسدیږي.
(احمد/ابوداود/ابن ماجه)

۹ ـ مسواک وهل.
(احمد/ابوداود/ترمذي)

۱۰ ـ په هیره خوراک او څښاک.
(بخاري)

۱۱ ـ په حالت د جنابت کې سباکول.
(بخاري/مسلم)

۱۲ ـ بلغم تیرول.
(ردالمختار/المغني/کشاف القناع)

۱۳ ـ انجکشن کول.
وضاحت: که انجکشن غذایت ولري نو روژه ماتوي او که غذایت ونه لري نو روژه نه ماتوي او سیروم سره روژه ماتیږي.
(المحلی۴/۳۴۷ ـ فقه السنه ۱/۴۰۸ ـ فتاوی هیئة کبار العلماء۱/۴۲۷)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x