نظــر

هلمند کې خلکو له طالبانو سره روسان ليدلي (د سترګو ليدلی حال)

نعمت الله هلمندی
د شریف نومي طالب عکسونه مې یو طالب ته ورښکاره کړل او په فیسبوک کې چې کومه اوازه ورپسې خپره ده ورته بیان کړه
طالب مسکی شو او راته کړه یې چې هلمند ولایت ته په دې وروستیو کې د بي بي سي خبریالان راغلي وو غوښتل یې د طالبانو د حکومتولی په اړه ځیني راپورونه جوړ کړي.

طالب راته ویل چې یو مازدیګر مو د منظرې لپاره د کجکې طرف ته بوتلل ترڅو یې طبیعت برابر شي د کجکې په بازار او نورو ښایسته ځایونو مو تر ماښامه ښه ډیر وګرځول.

طالب راته ویل چې د خبریالانو په ګډون د ماخستن د ډوډۍ دعوت په یو کور کې راته شوی وو نو موږ هم له منظرې وروسته د ډوډۍ ځای ته ځان ورساوه.

طالب زیاتوي چې له کیناستو سره سم ناستو خلکو وویل چې په بازار کې خو نن یوه نوې اوازه ګرمه ګرځیده.

موږ ویل څه قصه ده؟وایئ کنه.

وای دوی راته ویل چې د بازار خلکو یو بل ته سره ویل چې له طالبانو سره په موټر کې روسان وو،کیمرې هم ورسره وې طالبانو په سیمه باندې ګرځول.

طالب وایې دلته نو موږ سره پخ وهل او د خبریالانو په ګډون ټولو ښه په کړس کړس وخندل او د بي بي سي یو خبریال(اولیاء اطرافي) د مذاقیې په توګه دا هم وویل چې د رسنیو هغه دعوه چې(په کجکې کې له طالبانو سره روسان لیدل شوي)موږ نوره هم پخه کړه او خلکو ته مو بالمباشر په اثبات ورسوله.

وایې له خندا وروسته یو مسؤل مجاهد خبریالان مخاطب کړل او ورته ویې ویل چې ګورئ!هغه کله کله چې دیته ورته داسې کومې آوازې خپریږي او رسنۍ هوا ورکړي هغه ټولې داسې بې ځایه او بې بنسټه وي.

رب خو دې دا ځینې ناپوه پوه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x