افغانستان

د کابل ختيځ کې ننني سرتيري بريد د ايساف عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې د کابل ښار ۱۲ حوزې ارزان قيمت سيمې محبس څلور لارې سره د پلچرخي زندان ته په غزيدلي سرک د يو کرولا ډولي موټر په واسطه د ايساف پر کاروان سرتېری بريد شوی.

د کابل امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانيکزي ويلي چې سيمه د ايساف لخوا محاصره شوې او دی د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري. د ايساف لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په دغه بريد کې د دوی دوه ملکي قرارداديان وژل شوي دي.

بلخوا د انجينر ګلبدین حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند وياند هارون زرغون د پيښې مسؤوليت د منلو تر څنګ زياتوي چې، د دوی يو سرتيري مجاهد د کرولا ډوله موټر په واسطه د ايساف پر کاروان بريد کې درې پوځي موټر ويجاړ کړي او ۱۲ بهرني عسکر يې وژلي دي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x