افغانستان

دوهم تعقيب: د کابل چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او ۳۵۰ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د کابل د بريد په اړه د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح رسنيو ته د پيښې په اړه وروستي ارقام ښودلي او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې ۸۰ تنه وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې مړه او ټپيان د کابل بيلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي او ټپيان تر درملنې لاندې دي چې د يو شمير ټپيانو حالت د انديښنې وړ دی.

دغه پيښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې رامنځته شوه.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه پيښه کې لاس لرل رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x