افغانستان

طالبانو د کابل په ننني برید کې لاس لرل رد کړل او پیښه یې وغندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): نن سهار اته بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار د وزیر اکبر خان په ۱۴ سړک د موټر بم په مټ یوه قوي‌چاودنه ترسره شوه چې له امله یې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. ددې خونړۍ پيښې پړه تر اوسه پوري کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یوه خبر پاڼه استولې او په نننۍ چاودنه کې یې لاس لرل په کلکه رد کړي، نوموړي زیاتوي، دغه چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پوري هیڅ اړه نلري، نه زموږ مجاهدین په دې پیښه کې لاس لري او نه هم مجاهدین اجازه لري چې په بې هدفه ځاي کې دا ډول درنه چاودنه ترسره کړي.)

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، د اچې چاودنه چا درسره کړې او د کوم هدف لپاره ترسره شوې، دا په وروسته معلومه شي، خو اسلامي امارت هر هغه برید او چاودنه غندي چې په ولسي خلګو ترسره شي ملکي خلګ زیان وویني او هیڅ مشروع هدف ونه لري.

د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو لمخي د کابل په ننني برید کې تر ۶۰ تنو زیات کسان وژل شوي‌او تر ۳۰۰ زیات ټپيان دي.
د روشن مخابراتي‌شرکت ویلي چې تر ۱۰۰ تنو زیات د دوي کارکونکي په برید کې ژوبل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چاودنه دومره قوي وه چې اواز یې د کابل ښار په ډیرو لرو پرتو سیمو کې هم واوریدل شو او د بم د قوت له امله په لرو پرتو سیمو کې هم د هوټلونو او کورونو شیشې ماتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

هم می ووژنی پخپله هم په ما باندی ژړا کړی ««»» څه ښه یار دۍ ښه یی مینه،وژله سی شیون هسي!

غوربندی

اماج صاحب

هیله ده چې روژې مو په خیر او عافیت وي

خدای جل جلاله عالم دی چې دا برید به د چا کار وي.

خو دا چې ناملي امنیت یې په طالبانو تړي حق لري ځکه د جګړې یو لوری دی، خو مونږ او تاسو ته ښایي چې قضاوت مو خپلواک مستند او د جګړې د لوریو د مدعی وچ تایید نه اوسي.

زما له نظره د طالبانو بریدونه له انفجار وروسته متعاقب بریدګر هم لري او مشخص هدف تر برید لاندې نیسي خو دا یو کاملا بی هدفه برید وو.

والله اعلم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x