ښکاره دعوت او امت مسلمه ته لوی پیغام!!!

محمد عمر حماد

يٰٓأَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ ـ سورة المدثر۱
ژباړه: اې (په جامه کي) ځان نغښتونكي، څملاستونكيه!

قُمْ فَأَنذِرْ ـ سورة المدثر۲
ژباړه: پاڅه! او (نړیوالو ته) خبرداری ورکړه!

شهید سید قطب تقبله الله د همدې آیتونو لاندې لیکي: لکه ورته ویلي یې وي چې: هغه چې د ځان لپاره ژوند کوي کیدای شي چې ارام ژوند وکړي خو تا چې دا دروند پیټی په اوږه اخیستی له خوب سره دې څه دي!؟

ته او ارام ژوند سره لرې یاست،.ستا له ګرمې بړستنې سره څه دي!؟

پورته او هغه لوی کار ته ملا وتړه چې ستا په انتظار دی، هغه دروند پیټی پورته کړه چې تاته جوړ شوی دی.

پورته هلې ځلې او منډې وکړه، ستړیا او ستونځې ومنۀ، پورته شۀ چې د خوب او دمې وخت دې تیر شوی دی.

له نن څخه پرله پسې بې خوبۍ، نه ستړې کیدونکې او نه پرې کېدونکې هلې ځلې ستا ژوند دی، پورته دې لوی کار ته ځان جوړ او ملا وتړۀ.

هو!

دا دا خورا لوی او هیبتناک پیغام وو چې رسول صلی الله علیه وسلم یې د ارام کور له ګرمې بړستنې او نرمې غیږې را پورته کړ او د لوی طوفاني سیند څپو او د ستونځو او کړاونو دریاب ته یې ور د ننه کړ چې د خلکو په ضمیرونو او انساني ژوند کې تل پاتې اغیزمن رول ولري.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پورته شه او څه د پاسه شل کلونه یې نه دمه وکړه او نه ارام، نه یې د ځان لپاره ژوند وکړ او نه د خپلې کورنۍ لپاره.

پورته شو او تل د لوی الله تعالی په لور بلنه کې په نه ستړې کیدونکو هلو ځلو بوخت او په اوږو یې لوی او دروند پیټی په اوسپنیزو مټو پورته کړ.

ددې ځمکې د لارښوونې دروند امانتي پیټی، د ټول بشري ژوند پیټی، د ټولې عقیدې پیټی، او د ژوند په مختلفو کونجونو کې د جهاد او مبارزې پیټی.

په دې ګرمه او خونړۍ جګړه کې یې څه د پاسه شل کلونه په داسې پاخه او فولادي هوډ سره تیر کړل چې د اسماني غږ له اوریدو او ددې ستر او لوی مسئولیت د غاړې غړۍ کولو وروسته تر اخرنۍ سلګۍ هیڅ شی له یو حال څخه بل حال ته وا نه شو اړولی.

[تفسیر في ظلال القرآن]
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د