افغانستان

زابل: په ۷ ولسوالیو کې دولتي قاضیان او څارنوالان نشته

دزابل ولایت انځورنن ټکی اسیا: د زابل مرستیال او سرپرست والي محمدجان رسولیار رسنیو ته دخبرو پرمهال ویلي چې تر اوسه پورې ددې ولایت په ۷ ولسوالیو کې دولتي قاضیان اوڅارنوالان نشته. د نوموړي په وینا څو ځله يې د اړوندو چارواکوسره خبرې کړي ترڅو په اړوندو ولسوالیو کې خپلې څانګې پرانیزي خو تر دا مهاله پورې دا کار ندی شوی.
 ښاغلی رسولیار وايي چې د خاکي افغان څخه پرته يې په ټولو ولسوالیو کې امنیت د ډاډ وړ دی او هلته د دوی ملکي او نظامي چارواکي خپلې دندې پرمخ وړي.

همد راز ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکي په ولسوالیو کې دعدلي او قضايي ارګانونو نشتوالی د خلکو پر مخ یوه لویه ستونزه بولي، دوی وايي چې ډیری وخت دوی دخپلو ستونزو دحل کولو دپاره دمرکز کلات ښار ته راځي او دولت باید په ټولو ولسوالیو کې عدلي او قضايي ارګانونه فعال کړي. هغه سیمې چېرې چې دولت رسما موجودیت هم لري، خلک خپلې شخړې پر طالبانو حل و فصل کوي. طالبان اوسمهال د افغانستان په زیات شمېر سیمو کې خپلې محکمې لري چې تر دولت ژر او چټکې مفته پریکړې کوي.  زیات شمېر خلک په  دولت کې د اداري فساد له امله هم دې ته زړه نه ښه کوي چې خپلې شخړې دې د دولت له د محاکمو له لیارې حل و فصل کړي.

ددې ولایت داستیناف څارنوالۍ رییس ښاغلی عبدالغفار دتلیفون پر کرښه  یاده ستونزه ومنله او زیاته يې کړه چې د نا امنیو او دمعاش دکموالي له کبله  د دوی کارکوونکي زړه نه ښه کوي چې په لرو پرتو ولسوالیو کې دندې پرمخ یوسي.

زابل دافغانستان په سهیل کې پروت غرنی ولایت دی چې دګاونډی هیواد پاکستان سره ۶۴ کیلومتره ګډه پوله لري ، دمرکز کلات ترڅنګ ۱۰ ولسوالی لري چې خاکي افغان يې دتیرو ۶ کلونو راپدېخوا د طالبانو  ترولکې لاندې ده.

احمدولي سرحدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x