په کابل کې د چاودنې وروسته اخیستل شوي انځورونه / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): نن سهار په اته نیمې بجې شاوخوا د کابل ښار په دیپلوماتیکه سیمه کې لویه چاودنه را منځته شوه چې له امله یې د ځینو سفارتونو کارکوونکې او د هغوی کورنو ته هم زیان رسیدلی او د سفارتونو یو شمېر ساتونکي هم وژل شوي دي.

په چاودنه کې تر ۸۰ زیات ملکي او نظامي کسان وژل شوي دي او تر ۳۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې چاودنه د یوه لوی ټانکر په واسطه را منځته شوې چې د ښار د کثافاتو ټولولو لپاره کاریږي.

ځینو سرچینو ویلي چې ټانکر چلوونکې له ځانه سره د یوه سفارت کارت درلود، ځکه دغه سیمې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه، خو د چارواکو په وینا لا څېړنې رواني دي چې دغه ټانکر ته چا اجازه ورکړه او د کوم سفارت کارت یې درلود.

په پېښه کې د یک تلویزون دفتر ته هم زیان رسیدلی او یو شمېر ژونالیستانو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې. د بي بي سي یو موټر چلوونکی وژل شوی او څلور کارمندان یې ټپیان شوي دي. همداسي د رویټرز خبري اژانس د کابل دفتر ته زیان اوښتی خو ځاني تلفات نه دي ورته رسیدلي.

د پيښې وروسته د خبریالانو له لوري اخیستل شوي انځورونه:

په پېښه کې د قربانیانو قریبان د روغتون یوه چارواکې ته غوږ دی. انځور: رویټرز – محمد اسماعیل

د جرمني سفارت مخته امنیتي ځواکونه د چاودنې ځای معاینه کوي.

په چاودنه کې تخریب شوی یو موټر د پيښې له ځایه لیري وړل کیږي.

د پولیسو په رینجر موټر کې یو ټپي روغتون ته انتقالیږي.

روغتون څخه بهر د قربانیانو قریبان ژاړي.

روغتون ته پر لاره د پيښې یو قرباني

د چاودنې وروسته دوه کسان یو ټپي روغتون ته انتقالوي.

د جرمني سفارت ته نیژدې د چاودنې سیمه، امنیتي ځواکونه معاینه کوي.

د ټپیانو د انتقال پر مهال

یوه مېرمن د چاودنې وروسته د روغتون بهر ناسته ده.

په چاودنه کې تخریب شوي موټر

د چاودنې وروسته پر موټرونو اور بل دی.

د چاودنې له سیمې څخه دوړې پورته کیږي.

امنیتي ځواکونه د چاودني سیمه معاینه کوي.

تخریب شوي موټر


په کابل کې د رویټرز خبري اژانس دفتر دروازه له بیخه وتلې.

په چاودنه کې د یک تلویزون ودانۍ ته هم زیان رسیدلی دی.
هغه ځای چې ټانکر باندي چاودلی.

د ایران سفارت:



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.