
کابل: د ناټو پر کاروان باندي د چاودني وروسته انځورونه – 2014/2/10
تیره ورځ د کابل د ارزان قیمت سره، پولي چرخي ته پر غځېدلي سړک باندي د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان باندي د موټر په واسطه سرتیری برید ترسره شو، چي له کبله یې د ناټو ځواکونو ته درانه ځاني تلفات واوښتل.
په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر وویل چي ددوی دوه تنه بهرني قراردیان او مشاورین په دې چاودنه کي ووژل شول، خو د حزب اسلامي ګوند ویاند هارون زرغون چي دپيښي پړه یې هم ومنل، وویل چي په د دوی په دې سرتیري برید کي تر ۱۳ زیات بهرني عسکر او مشاورین ووژل شول.
باید وویل شي چي ځايي اوسیدونکو او عیني شاهدینو هم تر یو حده د حزب اسلامي د ویاند خبره تایید کړی، او په پيښه کي د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات ښودلی.