افغانستان

غزنی: د اندړو ولسوالۍ ډاکتران خپلو ناروغانو ته وهل-ډبول ورکوي

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسوالۍ د شفاخانې د رئیس او نورو ډاکترانو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي او ادعا کوي چې ډاکتران خپلو ناروغانو ته سپکاوی کوي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، چې د لسوالۍ د شفاخانې رئیس حبیب الله او ورسره په دنده نور څلور بوخت ډاکتران چې زیاتره یې د رئیس د کورنۍ غړي یا هم حزبي ملګري دي، له غرمې وروسته د روغتون ور د ناروغانو پر مخ تړي او ډېری مراجعین او ناروغان خپلو شخصي کلینکونو او کتنځایونو ته غواړي.
دوی زیاتوي، چې ډاکتران د ناسم چلند سربېره ګڼې نورې اخلاقي ستونزې هم لري، چې په دې لړ کې ناروغانو ته ښکنځلې، سپکاوی، لوړ فیس، تر تاریخ تېر درمل او آن خپلو ناروغانو ته وهل-ډبول ورکول یادولای شو.
د غزني د صحت عامې رئیسه ضیاګل اسفندهي د اندړو ولسوالۍ د اوسېدونکیو شکایتونه پر ځای بولي او زیاتوي چې د اندړو د شفاءخانې  د رئیس او څلورو نورو ډاکترانو په اړه ورته مخکې نور شکایتونه هم رسېدلي.خو دا یې ونه ویل، چې د خلکو شکایتونو ته به لاسرسی وکړي که نه.
د یادونې وړ ده، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د بازار او ورڅېرمه کلیو واګې د تېر کال په همدې شپو-ورځو کې د را پورته شویو اربکیانو او محلي پولیسو په غاړه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x