افغانستان

کابل نیوز: چاودېدونکې ټانکر د بهرني سفارت کارت درلود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د «کابل نیوز» تلویزون د ننۍ خونړۍ چاودنې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې په چاودنه کې کارول شوی ټانکر د یوه بهرني سفارت د «کلیرنس کارډ» درلود چې پر اساس یې هغه ته اجازه ورکړل شوې وه کنه دغه سیمې ته هیڅ موټر بغیر د کارته نه پرېښودل کیږي.

یاد تلویزون د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې ټانکر د بهرني سفارت د فاضله موادو د انتقال لپاره کاریدی او سیمې ته د تګ راتګ لپاره یې رسمي کارت درلود.

سرچینې ویلي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه موټر د کوم سفارت اړوند وو، خو د سفارت اړوند ورته موټر تل له تلاشۍ پرته سفارتي سیمې ته تګ او راتګ کوي.

باید وویل شي چې په ننۍ چاودنه کې تر ۸۰ زیات کسان مړه او تر ۳۵۰ زیات نور ټپيان شوي دي.
چاودونه دومره قوي وه چې په ځمکه کې څو متره لاندي کنده جوړه شوې او تر ۵ کیلومترۍ پوري يې سیمه لړزولې او زیانمنه کړې ده.

د چاودنې سیمه

د چاودنې ځای ته نیژدې د بهرنیو چارو وزارت، د برتانیې سفارت، د کاناډا سفارت، چین سفارت، ترکیې سفارت او ایران سفارت هم نیژدې موقعیت لري چې په شمول د نړیوالو او افغان رسنیو او تلویزونو دفترونو ته هم زیان رسیدلی او یو شمېر ژورنالیستانو او امنیتي کسانو ته هم مرګ ژوبله په کښې رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد صباح

اول خودپه زرهاو کرته مرگ سه چه فه میلیون هاو کرته دی مرگ وی پر آمریکا یا نو جنایت کارانواودناتو په مزدوروصلیب یانواودوهم په دغه نوکره اوغلامه اومزدوره ایداره باندی اوپر دغه نوکرو دالر خورو باندی اوس ئی دمعلوم کری چه دا د صلیب یانوآمریکایانو ستره مور مور ییاچا استعمال کره په داسی قتل عام زای کشی چی دی کابل مظلوم هیوادوال ئ قتل عام کرل اوهیسوکئ مسئولیت په غاره نه اخلی نودا معلومه خبر ده چه داستر جنایت دهم دغو آمریکا ی جنایت کارانو دی نه دبل چا زکه چه داتانکر دکسافاتو هم ددو ی ده صلیب یانو په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x