افغانستان

پکتیا: د دیني علومو بل زدکړیال هم په مرموز ډول ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): محلي پولیسو (اربکیانو) د سمیع الله راشد په نامه د مدرسې یو طالب العلم په داسې حال کې وژلی چې د مزدورۍ په لټه له مدرسې څخه خپل کور ته راغلی ؤ.

نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوي یوه خبر کې ویل شوي چې د پکتیا ولایت اړوند د احمدآباد ولسوالۍ په سیدخیلو کلي کې د مدرسې یو زدکړیال چې له مدرسې څخه په رخصتي باندې د کاروبار په خاطر خپل کلي ته راغلی ؤ داسې مهال وژل شوی چې د سهار لمانځه وروسته د خپل کاروبار په لوري روان ؤ.

ځایی خلک او خپلوان یې نوموړی بیګناه بولي او په وینا یې نوموړی د همدې سیمې د مدرسې شاګرد ؤ ، چې څو ورځې مخکې خپلې سیمې ته د کار او مزدورۍ په لټه راغلی ؤ . او زیاتوي چې یاد هلک له هیڅ کومې ډلې سره اړیکې نه درلودې .

سیمیزو چارواکو په دې اړوند څه ندي ویلي.

باید وویل شي چې څو میاشتې مخکې هم په یاده سیمه کې د نورالله په نامه د دیني علومو یو محصل چې د فراغت وروستی کال یې ؤ د اربکیانو په ناڅاپي ډزو کې وژل شوی وو.

دیادونې وړ ده چې د نورو ولایاتو په څیر په پکتیا کې هم هدفي وژنواو د ځوانو کدرونو له منځه وړلو زور اخیستی خو مرکزي حکومت او سیمیز ارګانونه پرې چوپه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج فرمایی ، د قران صریح امر دی چه ( شهید ته وژل شوی مه وایاست ، شهیدان ژوندی دی تاسی نه پوهیږی او بل ځای فرمایی چه ستااسی په شان خوراک کوی یعنی رښتینی ژوندی دی ) د قران امر نه منل کفر او نه تعمیلول یی ګناه کبیره ده . دنن ټکی اسیا له چلوونکو هیله لرم په دی اړه بیطرفی مه کوی دغه بیطرفی ستاسی د جهنم سبب کیږی . لکه طالبانو به شان ځانونه الله ج ته وسپاری ، د هر چا د ژوند دهری شیبی مثتبی او منفی کړنی په تقدیر کی درج شوی… نور لوستل »

شاکرمموزی

الله (ج) د زموږ د هیواد او دهیواد دسنګینې پانګې ځوان کدرونو له دښمنانو سره پر حساب او پرې مسلط شي ، واقعا دا ډول دښمنانو زموږ بسټي ريښې کيښلو ته مټې را نغښتې دی ، حسبي الله علیهم.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x