د نن سرلیکنه

د کابل د ننۍ فاجعې عاملین څوک دي؟!

سرمقاله – نن ټکی اسیا

نن سهار یوځل بیا بیوزله کابل ښاریان په هیواد کې د روانې نیابتې جګړې د مظلومو قربانیانو په حیث د وحشي خونخوارانو لخوا په نښه شول.

تر اوسه پورې د هغې درنې چاودنې په ترڅ کې چې زنبق څلورلارې په سیمه کې د کثافاتو د لیږد د یوه داسې ټانکر په وسیله رامنځته شوې چې دې سیمې ته یې د داخلیدو لپاره د یوه بهرني سفارت اجازه کارت (کلیرنس کارډ) هم درلود خواو شا ۴۳۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سره له دې چې چاودنه د المان او یوشمیر نورو بهرنیو سفارتونو ته په ډیر نیږدي واټن کې شوې خو د هغې ټول قربانیان بیا هم افغانان دي.

د کابل ښار په ترټولو خوندي ساحې (وزیر اکبرخان مینه) او هغه هم د بهرنیو سفارتونو ترڅنګ د داسې درنې چاودنې رامنځته کیدل خپل زماني او مکاني مدلولات لري چې له هغو څخه د چاودنې تورمخې عاملین او دهغوئ ناوړې ارادې له ورایه جوتیږي.

اوس چې په امریکايي کانګریس کې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د رالیږلو په سر بحث روان دی یاد هیواد ته د سرتیرو د رالیږلو پلوي جهت ته په کار دی چې د خپلې ادعا د اثبات لپاره د افغانستان په داخل کې داسې څه وکړي چې د دوئ لپاره لاسوند او خپل ولس ورباندې قانع کړي چې په افغانستان کې لا هم امریکايي مصالح ګواښل کیږي او ضرورت دی چې د ګواښونکو لورو د ځپلو لپاره هلته اضافي سرتیري ولیږل شي.

د جرمني، استرالیا او نورو اروپايي سفارتونو په ګاونډ کې ننۍ چاودنه د امریکا په نیابت د ناټو غړیو هیوادونو ته دا پیغام ورکوي چې که هغوی افغانستان ته په نورو سرتیرو لیږلو کې برخه وا نخلي نو په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې به یې دیپلوماتیک مراکز د دغسي خونړیو بریدونو هدف وي.

په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو خواوشا ۱۳۰۰۰ پوځي ځواکونه په افغانستان کې د امنیت د تأمین په پلمه شتون لري او واشنګټن له کابل سره د امنیتي تړون په نوم وثیقه لاسلیک کړې، د افغانستان په هرګوټ کې د دغسي خونړیو تروریستي پیښو پړه مستقیما امریکایانو او ناټو ته متوجه ده.

دا چې ګډ حکومت د هیواد د فضايي او ځمکني حریم امنیت د امنیتي تړون په ترڅ کې د لس کلونو لپاره رسما امریکایانو ته حواله کړی اوس باید له هغوئ څخه وپوښتي چې ستاسي د قاطع ماموریت په ساحه کې دغسي خونړۍ پیښې ولي او د چا لخوا تر سره کیږي؟

د کابل ننۍ تروریستي پیښې تر شا له شکه پرته د هغو کړیو لاس دی چې په افغانستان کې د بهرنیانو د شتون پلویان دي، همدا فتنه ګرې کړۍ دي چې د فاسد او بیواکه مزدور رژیم په پوست کې د امریکايي مصالحو د تحفظ لپاره کار کوي او د هغوي په ګټه داسې کړنې تر سره کوي چې نورهم په افغانستان کې امریکايي اشغال غزولو ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

زه خو وایم داعشیان ددی برید مسولیت په غاړه اخلی او دلیل به یی هم دا ووایی چی دا برید دهغه برید ځواب و چی امریکایانو په مونږ په اچین کښی ترسره کړی و یا الله ته د افغانستان پدی مظلوم او بی ګناه ملت ورحمیږی یا الله ته امریکا او د هغوی داخلی لاسپوڅی تباه او برباد کړی یا الله ته په امریکا همدغسی یو حالت راولی لکه دا نن چی زمونږ په ملک کښی ددوی د منحوس وجود له مخی راغلی یا الله ته ددی استخباراتی لوبو ټول ذیدخل کسان داسی رسوا او ذلیله کړی چی ټولو ته… نور لوستل »

نا پيژاند

ماته خو په خپله دامريكې او ددوى د اسختباراتو کار ښكارى چه دعامو خلګو تاٶتريخ والي دطالبانو په حق کي سوا کي ؛شى کيدۍ چه يو عام مزدور ته ئۍ په ناخبرۍکي دغه دبارودو ډک ګاډي حواله کړۍوى چه دافلانکى ځائې ته بوځه او بيايي ريموټ سره انفجار ورکړۍوى

عزيزالله عاجز

الله اکبر
دافغانستان دوښمان خوټوله نړى ده
دروژي پدى مبارکى مياشتى کى اشغالګر امريکايان هم داسى نارواپيښه چى عام اولسى وګړى په کى ووژنى دا کار دداعشيانو دى چى دکابل د ادارى سره يي په ګډه ترسره کړى دى ددى دپاره چى ديوبل نوى جنګ دپاره موزينه مساعده کړى

الحاج استاذ بیانزی

داعش د بلیک واټر او نورو خارجی او داخلی استخباراتو دوهم یا رسمی نوم دی ، کله چه اشغالګرو زمونږ په هیواد برید وکړو او زمونږ هیواد یی د باکستان او ایران په مستقیمو لاس اړونو اشغال کړو ، زما په یاد دی له مشرف یی د دری زرو بلیک واټړو تړون لاسلیک کړو چه هغوی به پاکستان کی د دهشتګرو مسلمانانو ( د هغو په اصطلاح ) په خپلواک مټ او بی یونیفورم هر اړخیزی کړنی تر سره کوی د پاکستان حکومت به یی څارنه نه کوی او هم به قضایی مصونیت لری ، دا چه په پاکستان دری… نور لوستل »

اتل

ددی کار ستر عامل د ایران رافضی حکومت دی ، ایرانیان غواړی چی افغانستان هم په سوریه او عراق بدل کړی، دا ټانکر د ایران له سفارته راوتی وو او دوه سوه متره پس وچاودید.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x