شعـــــرونه

د کابل وير/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

هلمند په وینو سور ده او زابل په وینو سور دی
د دې وطن هر کاڼی او هر ګل په وینو سور دی

ټپې دي ټپي شوي او شهیدې حماسې دي
بیا دلته د ملالې خور اوربل په وینو سور دی

سندره څنګه ووایم، خندا به څنګه راشي!؟
د ویر کولو حق لرم ‹‹کابل›› په وینو سور دی

وطنه! سپین ټټر دې له اټکه تر واخانه
او بیا تر ارغستانه، تر ګومل په وینو سور دی

دا تور ناولی خاپ د ننګرهار په ټنډه داغ شو
وژلې یې ښکلا ده، تور کاکل په وینو سور دی

سپین غره! له نښترو دې جوړېږي تابوتونه
ته وینې! ستا د غېږې شین بخمل په وینو سور دی

دا ځکه “خدرخېله” ساندې-ساندې زمزمې دي
قلم په وینو سور دی او غزل په وینو سور دی
ـــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۳/۱۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x