ادبي لیکني

څوک چې خپله ژبه سپکه ګڼي، سپک شي

اجمل ښکلی

زما د ورور يو ټولګيوال دی. په پېښور کې يې سيم کارت بنداوه، يوي مخابراتي شبکې ته ورغلو. يوه اردو ژبې پکې ناسته وه. ده ورته په ماته ګوډه اردو خپله ستونزه وويله. هغې ورته په اردو پر ماشين د ګوتې لګولو وويل. د ده ګوته ګرده خوځېده، څو ځل يې غلطه کړه. هر ځل د اردو ژبې خبرې توندېدې او دی تر تاثير لاندې راته.

دا د فرهنګي تسلط وړه بېلګه ده. که په پښتونخوا کې پښتو رسمي ژبه وای او د اردو ژبې پرځای يوه پښتنه ناسته وای، د ورور د پېښوري ټولګيوال به مې دا حال نه و.

د فرهنګي تسلط په بنسټ کې ژبه ده. د کوم قوم ژبه چې د ادارو، بازار او رسنيو ژبه وي، هغه فرهنګ مسلط وي.

د مسلط فرهنګ ځانګړنه دا ده، چې وګړي يې د وياړ او برترۍ احساس کوي. دا د فرويډوي نرګسيت ټولنيزه بڼه هم کېدای شي. دا قوم يا دا ملت ښايي په دومره شدت سره په ځان مين شي او د برترۍ احساس وکړي. دا احساس ښايي په واقعيت نه وي ولاړ.

څرنګه چې پر ځان مين فرد فکر کوي، چې که ځواني ده، که وړتيا ده، که نسب دی او که شته دي؛ خو زما دي، دغسې په ټولنيز نرګيست اخته قوم هم کوي. د دې نرګسيت مخه داخل ته وي؛ خو اغېز يې پر مقابل لوري وي. د برترۍ د احساس لپاره پر وړاندې څوک پکار وي، چې ته يې تر ځان کمتر وګڼې او د خپلې برترۍ احساس وکړې.

په دې توګه د برترۍ شديد احساس مقابل لوري ته شديده کمتري ورکوي. مقابل قوم/ټولنه د خپلې شديد کمترۍ د احساس د راکمولو يا ختمولو لپاره د مسلط فرهنګ ړوند تقلد پيل کړي. د هغوی غوندې لباس اغوندي، هغسې وسايل کاروي او د هغو په طرز خبرې کوي. ډېره هڅه يې دا وي، چې ژبه يې داسې زده کړي، چې په ويلو او ليکلو کې يې ورسره ټکی توپير ونه شي. شديده هڅه کوي، چې ځان له هره پلوه د هغوی غوندې کړي.

دا همغه مرحله ده، چې باچا خان ورته اشاره کړې: “څوک چې خپله ژبه سپکه ګڼي، سپک او ورک شي” دا قوم د خپلې کمترۍ د احساس د ختمولو په موخه داسې ړوند تقليد ته لاس واچوي، چې له خپلو ټولو فرهنګي شتو نه لاس ووينځي. د فرهنګي شتو په بايلات او له خپلې ژبې نه په پردي کېدو يې واک و ځواک هم ختم شي او د بادارۍ کوم خوب يې چې ليدلی وي، د ده په غلامۍ بشپړ شي. دی بس يو مقلد غلام شي، چې نه زور لري، نه فرهنګي واک او خپلواکي او اخلاق او ذهنيت يې هم د غلامانو شي.

په پاکستان کې خو پښتو محلي ژبه ده. هلته اکثريت پنجابی قوم دی، چې اردو يې له ژبې سره بېخي ډېر نېژدېوالی لري او فرهنګ يې پر ټول پاکستان مسلط دی. که پاسنی مثال افغانستان ته راوړو، څومره توپير به پکې راشي؟

په افغانستان کې سره له دې چې پښتانه اکثريت دي او په دې بدنام دي، چې ډېر واک لري او پښتو ژبه رسمي ده، بيا هم له پښتونخوا نه ډېر مختلف نه دی.

نو د دې ستونزې لامل چېرته دی؟ موږ تراوسه داسې فکر کوو، چې پارسي فرهنګ له موږ سره تعصب کوي او پارسي ژبي پښتو نه غواړي.

په دوه ژبو هېوادو کې تل د دواړو رسمي ژبو ترمنځ سيالي روانه وي. قوانين دې سياليو ته پرامنه لار جوړوي، چې د ټکر پرځای دواړه ژبې وغوړېږې. په داسې حالت کې د دواړو ويناوال حق لري، چې په خپله ژبه خبرې او ليک وکړي او پياوړې يې کړي. البته د مقابلې هغې حق هم نه خوري او که يې وخوري، تعصب کوي.

که دري ژبی د پښتنو په سيمينار کې دري وايي، حق يې دی او څوک يې پښتو ويلو ته اړ ايستی نه شي.

په افغانستان کې دري ژبی هر وخت دري ويلی شي؛ خو که پښتون د دري ژبو يوه رسمي مجلس ته ورشي؛ نو دا ورته بې لحاظي او بې ادبي ښکاري، چې پښتو ووايي. په اصل کې همدا د مغلوبې ژبې او غلام ذهنيت ځانګړنه ده، چې ته يې په رسمي او جدي مجلسونو کې په ويلو د کمترۍ احساس کوې او د خپلې برترۍ د اثبات لپاره د هغه په ژبه خبرې کوي.

يو پښتون مامور او مدير په دې خاطر په پښتو مکتوب نه ليکي، چې د متعصب ټاپه پرې ونه لګي او له وظيفې يې لرې نه کړي؛ خو تعصب دا دی، چې ته له قانوني چوکاټ پښې وباسې او د بلې ژبې حق وخوري. هغه خبره چې زه يې د يوه چا پر وړاندې نه شم کولای، تعصب ګڼل کېږي. که قانون ما ته د پښتو ويلو او ليکلو حق راکړی؛ نو دا کار هر چېرته کولای شم او تعصب نه دی.

پښتون له دې ويرې په پښتو عريضه نه ليکي، چې رييس به دري ژبی وي، پوه به پري نه شي يا به پرې بد ولګېږي او را رد به يې کړي. د ترفيع کتاب ځکه په پښتو نه ليکي، چې د پرمختګ مخه به يې ډب شي. دا ويره د مغلوب فرهنګ ځانګړنه ده، چې د مسلط فرهنګ په مقابل کې پيدا کېږي. د مسلط فرهنګ والا په دې پوهېږي، چې رييس، مدير او مامور زما خادمان دي او زما خدمت ته ناست دي، چې بايد زما حق راکړي؛ نو دعوې هم وهلای شي؛ خو د مغلوب فرهنګ والا مامور، مدير او نورو دولتي او نادولتي چارواکو ته د بادارانو په سترګه ګوري او خپله ښه په فرمانبردارۍ کې ويني. د فريدريش نيچه د غلامانو او بادارانو د اخلاقو خبره د مسلط او مغلوب فرهنګ په همدې بېلګو کې ليدای شو.

که عريضې او خپل غوښتنليکونه يا نور اداري متون په خپله ژبه وليکو، خپلې غوښتنې به دقيقې وړاندې کړای شو، ځکه د بلې ژبې په ليکلو کې مو ډېر پام د منځپانګې پرځای ګرامري جوړښتونو ته وي.

د پښتو مساله له موږه بهر نه ده، په موږ کې ده. که دا ويرې، لحاظونه او د کمترۍ احساس يو اړخ ته کېږدو او په زغرده په رسمي ځايونو کې پښتو ووايو او وليکو، د دواړو ژبو ترمنځ به توازن راشي او زموږ د کمترۍ احساس به ختم شي.

نارو سورو او تعصب ته اړتيا نشته. په چا پسې مه ګرځئ، چې له پښتو سره تعصب کوي، پخپله ورسره تعصب مه کوئ. د پښتو چک ستاسو په خپل جيب کې دی، راويې باسئ او کيش يې کړئ.

د دې کيش کولو يوه ښه بېلګه خواله رسنۍ دي، چې پښتانه پکې خپله ژبه ليکي او ليکنۍ پښتو يې د دنيا ګوټ ګوټ او هر پښتون ته رسولې. له دې سره پر پښتو د پښتنو باور جوړ پيدا شوی او د مسلط فرهنګ پر وړاندې يې د کمترۍ احساس راکم شوی دی.

پښتو ته شيرينه او خوږه او د جنت او د ننګيالو ژبه مه وايئ، چغې مه وهئ. ارام کېنئ او په هره اداره او هر موقف کې چې يئ، پښتو وپالئ. عريضه، مکتوب، ليکنه، د ترفيع اثر، د کور د سامان لست او هر څه په پښتو وليکئ، له نورو ژبو سره تعصب مه کوئ، زده يې کړئ او د خپلې ژبې د پياوړتيا لپاره ترې استفاده وکړئ. په مقابل کې يې خپله ژبه سپکه مه ګڼئ، چې تاسې ورسره سپکېږئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اجمل ښکلی صاحب ! لکه دوه ځلی چه شکلی نومونه لری ، ژبی خبری زړی شوی ، دا استعماری هڅی دی چه مونږ به ژبو ، قومو ، ګوندونو ، ایزمونو او سمتونو وویشی ، له همدغو وسیلو ګټه پورته کوی ، تاسی انګریزانو ته وګوری چه کله یی هم د انګریزی ژبی صفتونه نه دی کړی عربان ، ترکان ، هندوان ، چیناییان و روسان ، جرمنیان فرانسویان او بلاخره د نړی ټولو ژبو خاوندانو کله هم د خپلو ژبو په دی کچه صفتونه نه دی کړی چه له خپلی ژبی د جنت او خدای ژبه جوړه کړی .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x