پښــــتو ادب

فکري رغون

https://i0.wp.com/www.essoog.com/files/item_233749.jpg?w=708

استاد محمد آصف صميم وايي: يو چا ته راته کيسه کوله، چې بل چا پېغور راکړ، ويل يې چې ستاسې په پښتو کې کتابونه نشته، استاد صميم ويل چې هغه ځوان له مانه ځواب غوښته، پخپله يې هم دا ځواب ورکړى و، چې ولې خو زموږ ځوانان اخته دي کار کوي، خو مخامخ لوري ورته ويلي و، چې داسې کتاب بياهم نه لرئ، چې څوک يې ولولي او ورته تسليم شي، سمدستې بدل شي.صميم صيب هم ورسره منلې وه، چې ريښتيايې درته ويلي.

موږ ليکنه ځکه کوو، چې مخامخ لوري ته خپل يا د بل فکر ور ولېږدوو، په خپله ښه مفکران کم لرو، ځکه خو په دې برخه کې ژباړې ته پرېمانه اړتيا ده؛ مګر ولې بيا هم موږ دغومره کار نه دى کړى، لکه څومر چې بايد شوى واى؟ پر نورو علتو سربېره کېداى شي دا علت هم ولري، چې موږ د بېلابېلو مستبدو ټولنو له خوا تل په داسې شرايطو کې ساتل شوې يو، چې يواځې د ژوندي پاتې کېدو تمه وکړو، نه د ژوند دښه کېدو، يو ملګرى مې داخبره ډېره کوي، چې زموږ د امپراتوريو له دورانه پرته په نورو وختو کې تل غلامان پاتې شوي يو او ښايې دلته هم زموږ لومړنۍ خبره صدق وکړي. ښه ليکنه هغه ده، چې ليکنه د مخامخ لوري د پوهاوي پر تمه شوې وي، نه د ليکوال د جېب لپاره. خوموږ لومړى سلنه ځکه لږ لرو، چې ګېډې ډېرې تشې دي،ولس د لوږې ورکاوى لوى علم بولي، هغه هم که له هرې لارې وي.
د ثور له بلواکه کودتا سره سم په هېواد کې فرهنګي وضع بېخې خړ پړه شوه، په تېره ادبياتو له يوې مخې شعاري رنګ خپل کړ، هغه هم بې هنره شعار. ليکوال او شاعر که په هر لوري کې و، دا يې خپله دنده ګڼله چې د ځان د بريا او د بل د ژړا نارې ووهي. دغسې بې درېغه شعارونو ډېر لوستوال ليکوالۍ او شاعرۍ ته وهڅول، که به له هره لوري څه خپرېدل مخامخ لورى به يې يو ډول نه يو ډول ټکاوه.

هر انسان له خپل چاپېرياله اغېزمن وي،خو ليکوال تر نور ځکه دغه اغېز لاډېر مني چې تر نورو ډېرو اقعيتونو ته ځير وي، د ټولنې هر ډول پرمختګ يا شاته تګ د ټولنې پر غړو او د هغوى پر افکارو نېغ اغېز کوي، دغه اغېز د ليکوالو په اثارو کې د خپل  فکر د وړاندې کولو پر منظور ډېر ښکاري.کله چې د ثور د کودتا کودتاچيان په واک کې شول، نو د ټولنې ډېرى اصول يې په خپل لاس کې واخېستل، دغه اخېستنه چا ښه وګڼله او چا د دې اصولو بېرته خپلول فرض عين ګڼل، ځکه خو دواړو لوريو هڅه کوله چې په تبليغاتي جګړه کې مخامخ لورى بې اغېزه وښيي، پر همدې خاطر خو د هېواد ډېرى ملي فکر لرونکي ليکوال، شاعران او د فرهنګي کړيو هغه غړي چې د واکدارې ډلې غړي نه و، يا له هېواده وشړل شول، يا زندانيان شول او يا هم شهيدان شول. د هغو فرهنګي کړۍ له منځه يووړل شوې او يايې هم خپرونې سانسور شوې. د هغه دور ډېره برخه هنري ادبيات موږ ته يواځې تاريخي حيثيت لرلاى شي او بس.
د څوکۍ دمينه والو په خرپ کې لکه چې په لويو لارو چور او چپاول و، په فرهنګي برخه کې يې هم ځانونه خاينين معرفي کړل، په دې دوره کې د کابل عامه کتابتون، د کابل پوهنتون کتابتون، ارګ کتابتون،ملي ارشيف او نور سلګونه فرهنګي ارزښتونه له خاورو سره خاورې شول. د (شباهنگ) پر حواله چې په ١٣٧٤لمريز کال په پېښور کې د (اتحاد نويسنده ګان ازاد افغانستان) له خوا خپورى شوى دى، په ياده دوره کې د کابل پوهنتون د يونيم سل زره ټوکه کتابونوڅخه يوسل او دېرش زره ټوکه چاپ کتابونه، اوو زره ټوکه علمي او څېړنيزاثار  او مونو ګرافونه، شپږ سوه کلکسيونه مجلې او اخبارونه او دوه زره پنځه سوه خطي نسخې چور شوې دي.
پر پورته بدبختيو سره بېره په مهاجرت کې د لرو او برو پښتنو نږدې اړيکې، د افکارو تبادلې او ديو کېدلوله فکره رازېږېدلي اثار د دې دورې ښې لاسته راوړنې دي، هلته په ليکوالۍ کې پيسې ننوتې، جېبونه ګرم شول او ښه ډېر څېړنيز کارونه وشول، ځکه خو چې اوسپنه څومره سره شوه، هومره پخه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x