مطالعه څه ده؟

فېروزه نيازۍ

مطالعه د انسان په ژوند څه اغېزې اچولی شي؟

د مطالعې ګټې او تاوانونه څه دي؟

ايا رشتيا هم د نړۍ د نوښتونو بنسټ همدا مطالعه ده؟

مطالعه له هغې پروسې څخه عبارت دی چې د بېلابېلو مالوماتو د زېرمې سبب ګرځي.

بيا نو همدا مطالعه ستا د ژوند نيمګړي اړخونه پوره کوي که هغه ماديات وي که معنويات.

ډېره مطالعه د انسان په هر اړخ کې بدلون راولي، يو خو دې د مالوماتو زېرمه ډېريږي، بل به ستا دريځ په ټولنه کې او حتی په نورو هېوادونو کې اسمانونو ته هسک شي.

که څه هم په انسانانو کې هم ښه او بد شته همدارنګه مطالعه هم خپل ښه والی او بدوالی لري؛ خو د ښه والي او بد والي تفکيک يي هم بيا په ډېره مطالعه کيږي. که ته ډېره مطالعه و نه لرې د يو کتاب په ښه والي او بدوالي به څنګه خبر شې چې:

چې دا کتاب زما د دين، فرهنگ او قانون سره په ټکر کې دی.

مطالعه ستا کرکټر (شخصيت) بشپړوي.

برايان ټرېسي چې د وينا په اسمان کې يو لوی ستوری دی، خو د مفکورو اساس يې همدا مطالعه وه.

مطالعه تاته جګ غرونه هواروي او د انسان د وجود يوازينی دښمن چې ويره له منځه وړي.

بلاخره مطالعه د ورځې په مهال سيندونه او رڼاوې در په برخه کوي او د شپې په مهال ستوري .

يعنې ډېره مطالعه له هر اړخه تا ځلوي او له هر ډول جوهر نه دې خبروي.

دا چې د نړۍ هر نوښت وينو نو اساس يې همدا مطالعه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د