اته سوه ملیارد ډالر!

ابو یاسر افغان
د بي بي سي په شمول ګڼو صلیبي رسنیو د امریکایي چارواکو له لوري دا اعتراف نشر کړی چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ۸۰۰ میلیارد ډالر او ۲۰۰۰ تنه عسکر له لاسه ورکړي، خو لا هم جګړه نه ده ګټل شوی، همدې خبر ته په کتو یو څو مهمو ټکو ته د درنو لوستونکو توجه راګرځوم:

لومړی خو باید ووایم چې امریکا دلته ۸۰۰ نه بلکې له زر ملیاردو زیات ډالر مصرف کړي او دا سلسله په تیزۍ سره روانه ده اوس یې هم لسګونه زره عسکر دلته په جنګي میشن بوخت دي، د عسکرو تلفات یې نږدې ۳۲ زره تنو ته رسیږي چې د تهران راډیو لخوا په کال ۲۰۰۹ م کې په دغه هکله مستند معلومات نشر شوي وو، صلیبي جنرالان خپلو ولسونو ته درواغ وایي کنه نو ۲۰۰۰ تنه عسکر خو لا له ۲۰۰۹م کال مخکې وژل شوي وو او د زخمیانو یې تعداد له ۵۰۰۰۰ هم پورته دی.

دویم دا چې زه یو افغان یم له تېرو ۱۵ نیمو کالو راهیسي چې کومه صلیبي جګړه دلته روانه ده زه یې عیني شاهد یم، ما په کراتو کراتو داسې صحنې لیدلي او یا مؤثق معلومات لرم چې په یوه مخامخ برید یا استشهادي موټر بم برید کې له ۳۰ تنو زیات صلیبي عسکر وژل شوي خو اسوشیټيډ پریس، واشنګټن ټایمز، بي بي سي او امریکا غږ رسنیو د ۳ یا ۴ تنو د وژل کېدا او د ۵ تنو د سرسرې ټپي کیدا راپور ورکړی، نور یې له همدغه ځایه در قیاس کړئ، اصل خبره داده چې د عسکرو زیاتو تلفاتو او مالي مصارفو له صلیبي ټلوالې بیخي لاره ورکه کړی، په داسې بلا اوښتی ده چې اوس ترې د خلاصون چل نه ورځي نو ځکه په درواغجنو را پورونو خپل ولسونه تېر باسي.

دریم دا چې په اوسط ډول هره ورځ په افغانستان کې امریکا ۱۸ میلیونه ډالر مصرفوي او دا اندازه د آزادو رسنیو له لوري اعلان شوی ده، د افغان حکومت د مامورینو او نظامیانو ټول مصارف هم امریکا ورکوي، ولې بیا هم امریکا هڅه کوي چې نړیوال وغولوي او د مصارفو ناسم ارقام نشر کړي، مګر اوس افغان ولس او ټولې نړۍ ته دا خبره د لمر په څېر روښانه شوی ده چې امریکا د روانې جګړې مصارفو لیونۍ کړی ده، نو د لیوني خبرې اعتبار هم نلري، دا چې د امریکا تر څنګ ناټو سازمان څومره تلفات او مصارف ورکړي خبره ډېره لویه ده، ناټوګۍ هم د افغانستان جګړې په داسې سردردي اخته کړی چې د شوروي روسیې ۴ امپراطوریو هم دومره جنجالونه ورته نه شول پیدا کول، همدلته ده چې ووایو: جګړه د رحمان او د شیطان د بنده ګانو ترمنځ ده، په تېرو ۱۵ کالو کې چې دلته په افغانستان کې امریکا او ناټو څومره مالي مصارف کړي که د هغې لسمه برخه افغانستان ته په شفاف ډول سپارل شوی وای او د بهرنیو تابعیت لرونکو مامورینو پرځای حقیقي مدني بنسټونو ته د هغو د مصرفولو واک ورکړل شوی وای، نو به افغانستان د پرمختللیو هېوادونو په لومړي ګروپ کې ځای درلود، مګر ولې داسې و نه شول؟ دا ځکه چې امریکا دلته د یو آزاد، خپلواک او غښتلي افغانستان شتون اصلاً زغملی نه شي، امریکا غواړي چې دلته دی د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په څېر داسې غلام حکومتونه وي چې په پوره ډول د امریکا مرستو ته اړ او محتاج وي، متأسفانه چې امریکا دغه هدف ته ځان رسولی هم دی.

څلورم دا چې روانه جګړه یوه تپل شوی صلیبي جګړه ده، افغان ولس هم دا حقیقت له لومړي سره درک کړی چې امریکا دلته سوله نه غواړي، خو د خپل ملت د اعتراضونو له ډاره د جګړې په هکله سم معلومات هم نه خپروي، دا بیا هغه څه دي چې موږ یې د امریکا لیونتوب او غرور ګڼو، امریکا ځکه د جګړې د دوام ناکامې هڅې کوي چې خپل حیثیت پرې اعاده کړي، دا چې امریکا او ناټو سازمان په پنځلسو کالو کې دا جګړه و نه ګټله، په ۳۰ نورو کالو کې یې هم نه شي ګټلی څومره چې جګړه دوام کوي هغومره یې مخالفین زیاتیږي، څومره چې ظلم کوي هغوی ځانته دښمنان زیږوي، وخت د دې خبرې را رسېدلې چې افغان ولس د خپل راتلونکي برخلیک واګي په خپل لاس کې واخلي او نور نو باید د امریکا د پټو موخو او شومو شیطاني غرایضو حقیقت درک کړي، د ملت واګي باید د امریکا د ګوډاګیانو له لاسونو واخیستل شي او بل اړخ د جهادي خوځښتونو مسؤلین هم باید داسې یوه معقوله او مؤثره ټولمنلی لاره را وباسي چې د شیطاني امریکا د تېښتې سره سم د ګډوډۍ مخه ونیول شي او د ۹۰یمې لسیزې ناخوالې تکرار نه شي، هوکی امریکا نور د جګړې مصارف او تلفات نه شي برداشت کولې اخر به هم تښتي، ناټوګۍ هم د تیښتې لاره نیولې او امید دی چې ډېر ژر به د صلیبي ټلوالې اشغالګر عسکر د شرمیدلي شکست سره خپل ناولي قدمونه له دې غیورې، اسلامي او آزادي خوښې خاورې څخه سپک کړي او خپل داخلي غلامان به د ملت رحم ته پریږدي.

ان شاءالله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د