ورزش

کرکټي غوره ویناوې

محمدرحيم سکندر
که کرکټ بورډ همدا اوس وغواړي له پاکستان سره په یو ایمیل لوبې لغوه کولی شي، خو د کلدارو بندښت به لږ وخت وغواړي، ځکه بانکونه دومره افغانۍ نه لري چې د یوۀ ستر تجار کلدارې هم ور بدلې کړي.
….
د کلدارو د بندښت په اړه ما کال وړاندې مبارزه پیل وه او تر ۵۰ زیات پوسټونه مې کړي دي، چې سکرین شاټونه یې لرم.

د خوراکي او نورو توکو تجارت هند هم له پاکستان سره لري، خو کرکټ یې ور سره بند دی. مکسد ځان خبروئ لږ.

د کلدارو او خوراکي توکو د بندښت دا تکرار راپورونه نړۍ ته دومره جالب نه دی؛ لکه د کرکټ، ځکه په دې ای سي سي او نور ملاتړي هېوادونه حیرانولی شو او پاکستان ته ستر شرم دی.

هغه خلک چې ټول عمر یې د کلدارو او خوراکي توکو د بندښت او له پاکستان سره د دوستۍ خبرې نه دي کړې، چې اوس یې کوي؛ سم اتڼ ته مې زړه وشي.
….
سمه ده چې په دې مبارزه کې به شخصي غرضونه هم وي، خو داسې خلک هم شته چې مخکې یې د کرکټ په موضوع کې برخه نه ده اخیستې او اوس راپورته دي، دا خلک بې طرفه دي او په افغانستان یې زړه درد کوي.
….
زما د خوښې ټیم پاکستان و، خو له خپل هېواد سره د پاکستان د ظلم په خاطر مې تر اوسه په فسبوک کې ملاتړ نه دی ترې اعلان کړی.

سمه ده لوبغاړو مو پاکستان کې کرکټ زده کړی، خو هغه زړې خبرې وې، مونږ په اوسني بد حالت بحث کوو، داسې خو معین علي او عمران طاهر د پاکستان سوچه اولاد دی، خو اوس یو د انګلینډ او بل د سوت افریقا په ګټه لوبې کوي.
….
سمه ده د راشد ارمان کور پېښور کې دی، خو د کرن خان خبره چې پېښور ته پاکستان نه شو ویلی. داسې خو مونږ هم هجرت کړی، خو دا په دې مانا نه ده اوس په پاکستان پسې بد ویل نمک حرامي ده، مکسد سیاست بې دریځه ګېم دی.

سمه ده، مخکې مو هم لوبې ور سره کړې دي او هند هم ور سره کولې، خو د پاکستان اوسني منافق سیاست ته په کتو په خپلو ناموسونو او یتیمانو سودا نه ده په کار.

که څوک وایي چې په دې مبارزه کې د هند لاس دی، ځکه تاسې یوازې د هند مثالونه راوړئ، نه، نه! په داسې اساسو شرایطو کې زمبابوې، اسټرالیا، سریلنکا، انګلېنډ او نورو هم د ولس په غوښتنه او مظاهرو د یو او بل هېواد تر منځ د کرکټ لوبې لغوه کړې دي.
….
زمونږ پر لوبغاړو اوس په ای سي سي کې حساب کیږي، کرکټ بورډ دې تکړه شي چې نورو قوي لوبډلو سره لوبې برابره کړې، داسې نه، چې غلي وي، غلي وي، ډرت پاکستان ته ټوپ کړي.

که پاکستان سره لوبې لغوه نه شي، شاید په هغه ورځ چې کابل ته پاکستانۍ لوبډله راځي، مخالفین څه بدې پېښې رامنځته نه کړي. ځکه تراوسه ارګ او پارلمان هم له بریدونو نه دي خوندي او مخالفین په داسې ګرمو موضوعاتو کې تل خپل هدف ته رسیدلي دي، که پېښې رامنځته شي، یو خو به کرکټ بورډ سم په نظامي اډه بدل شي او بل به نړیوال لوبغاړي افغانستان ته د ناامنۍ له وجې زړه را ښه نه کړي.
….
که دا لوبې لغوه نشي، شاید د ولس د ناراضۍ او د فسبوک مبارزو له وجې عاطف مشعل او نور همکاران یې له منفقۍ سره مخ شي، ځکه دغه نظام چې پر فسبوک ولاړ دی، که یو ځل یې اوبه درنه ترې کړې، نو هره پېښه ممکنه ده.
….
د کلدارو د بندښت په اړه بهترینه طرحه راسره ده، چې څه وخت وروسته به یې عملي کړم، خو اوس یې ځکه نه وړاندې کوم چې هسې نه د حامد شینواري غوندې یې څوک په نوک رانه ونه وهي.
…..
دغه غوره ویناوې شریکې کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x