افغانستان

کوټه کې یوه افغان افسره وژل شوې

نن ټکی آسیا: د هلمند امنیتي چارواکي، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د یوې افغان پولیس افسرې د وژل کېدا، خبر ورکوي.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، دا مېرمن رابعه نومېده او له کابو اتو کلونو راهیسې يې د هلمند په زندان کې د ساتنمنې په توګه دنده اجرا کوله، چې څو ورځې وړاندې لومړی له خپل زوی سره له کوره ایستل شوې ، وروسته یې بیا زوی ژوندی پرېښودل شوی او دا وژل شوې.
چارواکو د ساتنمنې رابعې د وژنې پړه پر افغان طالبانو ور اچولې، خو د وژل شوې پولیس افسرې زوی عبدالله وايي، چې مور يې له ماماخېلو او خپلې پلرګنۍ سره ورانه وه، ښايي هغوی یې په وژنه کې لاس ولري.
 طالبانو یا کومې بلې رسمي سرچینې د نوموړې افسرې د وژنې په باب څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د کوټې ښار ته څېرمه د کچلاغ بازار سره نږدې د زابل پوهنې سلاکار اسدالله خاکیار هم ووژل شو، چې ولایتي چارواکو یې پړه پر طالبانو ور واچوله.
له دې پېښو مخکې د افغانستان څو وتلي دیني عالمان  د غزني اوسېدونکی شیخ الحدیث مفتي رحمت الله اخندزاده، د پکتیکا اوسېدونکی شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام  او په دې وروستیو کې  بیا د هېواد وتلی علمي، روحاني او سیاسي شخصیت مولوي عبدالله ذاکر هم د کوټې ښار په بېلابېلو سېمو کې د ناڅرګندو وسلوالو له لورې په شهادت رسېدلي.

د وژل شوې افغان افسرې د زوی په خبره د نوموړې مړی هلمند ته وړل شوی او هلته به خاورو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x