
د روژې فقهي مسايل «څلورمه برخه»
عبدالغفار جُبير
۱: سوال: ایا پیشلمی خپله د روژې نیت دی؟
ځواب: که چیري یو څوک د پیشلمي پر مهال ونه وايي چي سبا زما روژه نه ده او پیشملی وکړي همدایې نیت دی.
یادونه: د روژې نیت به د نصف النهار څخه مخکي وي.
(فتاوی رحیمیه ټوک: ۷، پاڼه: ۲۴۱)
۲: سوال: په روژه کي څه وخت باید نیت وشي؟
ځواب: داڅو حالتونه لري:
– ښه خبره داده چي د رمضان المبارک د میاشتي د روژې نیت د سپیدو داغ څخه مخکي وشي.
– که یې چیري د سپیدو تر چاودلو پوری د روژې نیت نه وو او تر سپیدو وروسته یې د روژې نیت شو کوم شی یې نه وي خوړل او یا هم څیښلی او بیا د روژې نیت وکړي دا هم درسته ده روژه یې صحیح کیږي.
– که یې هیڅ شی نه وي خوړلی او یاهم نه وي څیښلی او وروسته د روژې د نیولو اراده وکړي نو تر غرمې یو ساعت مخکي (یعنی تر نصف النهار مخکی) نیت کولا شي روژه یې صحیح ده.
– د رمضان المبارک د روژې لپاره همدا کفایت کوي چي ووايي چی سبا می روژه ده نور شی نه غواړي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۲۲۲، آپ کې مسایل اُور اُنکا حل ټوک:۳، پاڼه: ۳۳۶)
۳: سوال: که مي پیشملی ونکړ روژه مي صحیح ده؟
ځواب: پیشلمی یو سنت کار دی که پیشلمی ونشي او شی و نه خوړل روژه صحیح ده.
(آپ کې مسایل اُور اُنکا حل ټو: ۳، پاڼه: ۳۴۲)
۴: سوال: د پیشلمي وخت کله ختمیږي؟ دغه اذان چي وشی او که دغه زنګ چي وواهل شي؟
ځواب: د پیشملي وخت معلوم دی، دغه اذان او دغه ږنګ یې یوه علامه ده، که چیري یا اذان او یا هم ږنګ پر خپل وخت باندي وي درست دي.
یادونه:په ځینو هیوادونو کي د حکومت له لوري ږنګ وهل کیږي چي همدغه ږنګ ور څخه مراد دی.
(آپ کې مسایل اور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۴۴)
۵: سوال: که چیري په اذان او یاهم دغه ږنګ د شروع په وخت کي اوبه وڅیښل شي دا څنګه دي؟
ځواب: اکثره وخت دغه اذان او دغه ږنګ د پیشملي څخه یوه دقیقه مخکي وي، نو که داسي وي او اوبه وڅیښل شي پروانه کوي، خو بیا هم احتیاط پکاردی.
(آپ کې مسایل اور اُنکا حل)