fbpx

مسلمانان ولي روژه نیسي؟

د ملحدینو د سوال په ځواب کي- عبدالغفار جُبیر

دروژې په هکله د څو نړېوالو وتلو ډاکټرانو ويناوې

ډاکټرډی۔ جکټ(Dr.D.Ject) دروژې په هکله وایی:

روژه نیول ټولې ناورغیانې له مینځه وړی اوختموی ئې۔

ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) د روژې په هکله وایی:

روژه هم ظاهري اوهم باطني ناروغیانې له مینځه وړی اودپای ټکی ورته ایږدی۔

پروفيسرافيشن (Professor Afession) وایی:

روژه دمعدې ، ینې(ځیګر) اودزیات خوراک دکنترول لپاره ډېره ښه درملنه ده۔

پروفيسرډاکټرايم۔ ډي کينيارډ(Professor Dr. M.D Kenyard) وایی:

روژه په واقعیت کی یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای۔

پروفيسرکلارک(Professor Klaork) وایی:

روژه زماروغتیاده، زماژونددی اوزماخوښې ده، چي زه ورڅخه چاره نلرم۔

پروفيسرسی۔ ايس جونز(Professor C. S Jones) وایی:

زمادمشاهداتواوڅېړنومطابق روژه نیول دیوه انسان لپاره اړینه اوحیاتی ده، لږترلږه بایدهرانسان په هره میاشت کی روژه ونیسی، که هره میاشت نه وی نوبایدپه دوومیاشتوکی دی ونیسی، دیوې ورځې څخه تردروورځوپوری، اوزمادتجربوپه اساس روژه نیول دهرانسان یوفطری اوطبعي اړتیااوضرورت دی۔

(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)

دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی:

ډاکټرلوترچي درمل پوه (Pharmacologist) دي، دی دروژې په هکله وایی:

دیوه روژه نیوونکی دمعدې رطوبات می معاینه کړل، چي زه ودې پایلوته ورسېدم چي دروژه دارپه نس کی هیڅ داسی موادنه وه چي ناروغې ورباندی اغیزې وکړی، اویادمکروبونو ځاله شی اویاناروغې قبوله کړې، چي زه په یقین سره دادرته ویلای شم چي روژه دمعدې دټولوناخوالویواځنۍ ښه اوغوره درملنه ده؛ ددې څخه علاوه روژه دټول بدن دروغتیاضمانت کوی۔

ډاکټرایف عزیزدیوې ډلې ډاکټرانوسره پرروژې باندې تجربې وکړې، اوهغوځوانانوچي پوره یوه میاشت ئې روژه نیولې وه، داورڅخه په لاس راغلل:

۱: کله چي دې ځوانانوروژې ونیولې نود۲۹ روژوڅخه وروسته ئې وزن پوره کم شو۔

۲: په لومړیو۱۰ ورځوکی ئې دوینې شکره(Blood Sugar) کمه شوه، چي په پاته شلوورځوکی ئې ګلوکوزاضافه شوی وو۔

۳: (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین،دصفراء هغه رڼه مایع برخه ده چي په غلظت اوزیاتوالې سره ئې زېړۍ پیدا کیږی؛نوروژې په برکت سره دا سروم بیلیروبین په لومړیوورځوکي د56۔0 څخه و 77۔0 ته لوړشو اودروژې دمیاشتې په اخرکی د 4۔0څخه و1۔1 ته راکم شو۔

۴: په کلسیوم، فاسفورس، پروتینو، البیومنواونوروهارمونونوکی هیڅ تبدیل نه وراغلی۔

۵: دیوې میاشتې روژې څخه وروسته دنرتولیدیدونکې ماد Reproduction Hormones) (Male کی هیڅ تغیراوتبدیل نه ترسترګوکیدی اوپرخپل حالت وه۔

ددې پوهنتون پایلوداسی جوته کړل چي روژه پربدن باندی هیڅ بدې اغیزې نلری اوبرعکس دانسان پروزن اوغوړ باندی ژورې اغیزې لری، اوپاته دې نه وی چي روژه د (Chronic Disease) یعنی دمزمنو اواوږدمهاله ناروغیانو لپاره پوره درملنه ده۔

روژه د معدې اسیدونه یا تیزابیات کموي:

د روژې بله ګټه دا ده چې اسیدونه کموي او دا هغه اسیدونه دي، چې د معدې د جوش او بدې هضمې سبب ګرځي. هغه کسان چې تل د معدې نه شکایت کوي او انتی اسید درمل خوري، په دې باید پوه شي چې روژه د دوی د معدې ټولی ناخوالې له منځه وړي.

پروفیسر ایم ایم حسیني M.M.Hussaini :
پروفیسر حسیني دا په ثبوت ورسول چې روژه د خوار ځواکۍ سبب نه ګرځي، دا ځکه چې روژه نیونکي هم په پیشلمي او هم پر روژه ماتي باندې هغه څه خوري چې محدودیت نلري، ده د روژې په میاشت کې پر دوه ډوله شاګردانو باندې خپله تجربه کړې، چې مسلمانان او غیر مسلمانان وو، ده راپور ورکړ چې د هغو شاګردانو د غذا نسبت، چې روژه یې وه او د هغو شاګردانو دغذا نسبت چې غیرمسلمانان وو او روژه یې نه وه، هیڅ توپیر نه ؤ، بلکې د مسلمانانو دغذا انرژي تر غیر مسلمانانو ډیره وه، دا ځکه چې مسلمانان هم په روژه ماتي او هم په پیشملي کې هره غذا په پوره اشتها سره خوري، چې د ارواپوهنې علم په اساس، دغه خواړه بیا نسبت هغو خواړو ته ډیر ګټور وي، چې په پوره شوق او اشتها سره ونه خوړل شی.
د جرمني، امريکا او برطانيا د ډاګترانو تجربه

دوی په دې خبره باندط غور کړی چې د مسلمانانو د غوږو، پوزې او ستوني (Ear, Nose, Throat) ناروغۍ ولې په روژه کې کمې او کنترول شي؟

د دې لپاره یې د پاکستان دریو لویو ښارونو، کراچې، لاهور او فیصل آباد ته د څېړنو ګروپونه ولېږل او دا پایلې يې لاسته راوړې:

۱: لکه څرنګه چې مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوي او په همدې شمار سره اودسونه کوي او دا لمونځونه او اودسونه په ځانګړي ډول سره زیات په روژه کې صورت نیسي؛ نو ځکه په دوی کې د غوږو، پوزي او ستوني (E.N.T) ناروغۍ لږې لیدل کیږي.

۲: په روژه کې خوراک کم شي او د ډوډۍ په لږ خوراک سره د معدې او یېنې (ځیکر) ناروغۍ کمیږي.

۳: لکه څرنګه چې دوی په روژه کې له هر څه نه پرهیز وي؛ نو له همدې کبله یې اعصاب او زړه هم ښه وي.

(روزنامه جنګ لاهور ۱۹۹۸)

http://english.alarabiya.net/en/variety/2014/07/08/Top-4-incredible-health-benefits-of-fasting-in-Ramadan.html

https://www.soundvision.com/article/the-spiritual-and-health-benefits-of-ramadan-fasting

http://islam.ru/en/content/story/10-incredible-health-benefits-fasting

http://www.independent.co.uk/life-style/health-and-families/health-news/ramadan-2017-start-date-fasting-rules-health-benefits-how-celebrated-islam-muslims-holy-month-uk-a7067556.html

http://www.masjidtucson.org/submission/practices/ramadan/medicalbenefits.html

http://www.allaboutfasting.com/benefits-of-fasting.html

http://www.lifehack.org/articles/lifestyle/10-benefits-of-fasting-that-will-surprise-you.html

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د