شعـــــرونه

غزل/ محمد نائب احمدي

 مولوي محمد نائب احمدي

دا به حمله د موټر بم او که د ډرون حمله وي
ورکړئ نظر دا به د خپل که د بيرون حمله وي

د ځمکې غارته فکر وکړي بېا نظر پري ورکړي
دغه حمله به د لېــوه او که د شپون حمله وي

لږ مصورکړئ تاريخونه د روزګــــان اوفـــــراه
وواياست بیا دا به د نن که د پــرون حمله وي
اولس وژنه او دشپې چاپې دچاعـــــــــمل دی
دا به دپاک معصوم طالب که دزبون حمله وي

له قرائينو داسي ښکاري چي دخادسازش دی
دغه حمله به خامخا ديومرهــــــون حمله وي

طالـب خو دومره هستي نه لري عبث ګزار ته
نو(احــــمدي) دابه ضرور دپنټاګون حمله وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکرمموزی

ښکلی شعر دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x