نظــر

خپل وجدانونه قاضي کړﺉ!

صلاح الدین ایوبي
نه پوهیږم دا بعضې افغانان ولې دومره بې منطقه شول چې په حق ویلو یې سترګې پټې شوې دي.

دوی وایي طالب ولې سوله نه کوي خو دیته نه ګوري چې طالب چاسره سوله وکړي او سوله خو حزبیانو هم وکړه کومه نتیجه یې ورکړه ؟

او که امریکا رښتیا سولې ته ژمنه وي د څه لپاره افغانستان ته نور ځواکونه رالیږي؟

که رښتیا یې په افغانانو زړه خوږیږي د فوځیانو پرځای دې افغانستان ته انجینران او ډاکټران ولې نه رالیږي چې افغانان تر هرڅه ورته زیات ضرورت لري ؟

او زیاته وي په افغانستان کې د امریکا پاتې کیدو عامل هم طالب دی خو دا نه وایي چې لومړۍ حمله په افغانستان امریکا وکړه،
اسلامي نظام یې ړنګ کړ، هیواد یې اشغال کړ، په هر ولایت کې یې د بې ګناه ولس وینې توې کړې، په ډیرې بې رحمۍ سره یې په ډله ایز ډول ښځې، ماشومان، سپین ګیري او ځوانان په شهادت ورسول، د مسلمانانو ترټولو سپېڅلي کتاب ته څو ځله بګرام کې اور ورکړ، هره ورځ د طالبانو او عامو خلکو کورنو چاپې وهي او د بې پیلوټو تیارو څخه یې وژني، بې پوښتنې یې پټو تعذیب خانو ته وړي او هره ورڅ په مرموز ډول د هیواد په ګوټ ګوټ کې هیوادوال په شهادت رسوي.

ددې ټولو جنیاتونو سره سره یې بیا هم ونه ویل چې امریکا ظلم وکړ، امریکا څه حق لري چې په افغانستان کې میشته ده او طالب هم مجبور دی چې له خپلې خاورې او ځان څخه دفاع وکړي، او نن چې د غرب په خوله بې غیر له کوم ثبوته د کابل خونړۍ برید پړه چې امریکا د خپلې شرمندیږي پټولو او نړیوالو فشارونو کمولو لپاره په طالب واچوله.

اکثر وایي دا برید طالب کړی او طالب ولې سوله نه کوي؟
اخر دلته ولې انصاف نشته؟

دلته ولې دومره ړوند قضاوت کیږي؟

دلته ولې همدغه پوچ مغزه افغانان چې وایي برید طالب کړی حکومت څخه شواهد نه غواړي ؟

دلته ولې دا نه ویل کیږي چې امریکا او ګوډاګۍ حکومت کوم ثبوت لري چې دا برید طالب کړی ؟

نو له دې څخه معلومه شوه چې امریکا نه یوازې دافغانستان خاوره اشغال کړې بلکې د افغانانو ذهینونه یې هم اشغال کړي
اې غولیدلو افغانانو خپل وجدانونه قاضي کړﺉ له کله چي فوځي واک غرب ته په لاس ورغلۍ دﺉ دغه دور له امویي ، عباسي ، او عثماني خلافتونو سره پر تله کړي او قضاوت وکړﺉ چي څوک د انسانیت دښمنان دي او چا خوندي کړﺉ
ولس باید ویښ شي او د کفر هرې دسیسې ته ځیر شي.

د مزدورو رسنیو په زهرجنو تبلغاتو ونه غولیږي.

او نوره سستي ونکړي د امریکا د وتلو په ضد په ټولو ولایتونو کې په پراخو لاریونو لاس پورې کړي ترڅو طالب ته هم د جنګ پلمه ورختمه شي او سولې ته هم لاره هواره شي.

کنه ترڅو چې امریکا او د ناټو ځواکونه په افغانستان قرار لري افغانان به تل دې داسې مرګونو پیښو شاهدان وي.

نن یوې بهرنۍ ژورنالیستې هم په ټویټر کې د پیغور په شکل لیکلي وو چې افغانانو “امریکا او ناټو له خپله کوره وشړئ! تر هغې چې دوی ستاسې هېواد کې حضور ولري پر تاسې ښه ورځ حرامه ده”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ایوبی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ! ښکلی او په حقایقو ولاړه لیکنه مو لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم یو څو ټکی ورسره زیاتی کړم : لمړی : تاسی پوښتنه کړی چه ( خپل وجدانونه قاضی کړی ! ) زه وایم هغوی به هله خپل وجدانونه قاضی کړی چه وجدانونو تری هجرت نه وی کړی، له هغه بدنو چه زړونه یی تک تور شی هغه بدنو ته خبیث او شیطانی بدنونه وایی وجدان له هغو خبیثو بدنو د تل د پاره هجرت کوی یعنی هغوی نور معنویات نه لری او نه په معنویاتو عقیده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x