افغانستان

طالبان: کاندیدان ولي د هېواد د خپلواکۍ په اړه پټه خوله دي

نن ټکی آسیا: طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه کې دا ځل د اونیزې تبصرې له لارې په هېواد کې د راتلونکو ټولټاکنو او د کاندیدانو ترمنځ روانو سیالیو او منډو-ترړو موضوع را اخیستې او ټول کاندیدان یې پوښتلي، چې د یوې اونۍ په تیرېدا سره لا هم ،د هېواد خورا ستره ملي مسألې –خپلواکي- په باب ولي غلي دي.

د طالبانو تبصره وايي : « د یوې اونۍ له تیریدو سره سره دغو ښاغلیو کاندیدانو د یوې خورا مهمې ملي مسئلې په باب چوپتیا غوره کړیده، په داسې ملي مسئله کې ساکت پاتې دي چې د ټولو ښیرازیو او ښکلاوو مور او بنسټ ګڼل کیږي، نه یوازې د افغانانو لپاره د غرور او ویاړ نښان دی بلکې په درسته نړۍ کې د هر ملت، قوم او نژاد لپاره حیاتي ارزښ لري، او د هر انسان طبیعي حق او د فطرت غوښتنه ده، هغه د غربي یرغلګرو د وحشي قواو د کرغیړونو منګولو څخه د ګران هیواد مکمله آزادي ده او دا د هر افغان د زړه آرمان دی، مګر په دي هکله د هیڅ یوه کاندید له خولي تش آواز هم راپورته نشو، د اعتراض، مخالفت او جهاد خبرې خو پریږده.»
 په تبصره کې همداراز راغلي، چې که ښاغلي کاندیدان چېرته د هېواد د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا ، بشپړ امنیت او دفاع هوډ لري؛نو باید تر هر څه لومړی له دې روان اشغال او یرغلګرو څخه هېواد وژغوري. که د هېواد پر مځکه او فضاء د واکمنۍ په تکل کې وي؛نو هغه خو هم عملاً له پردیو یرغلګرو سره دي او که د هېواد د بیارغونې، پیاوړي اقتصاد او سوکاله ژوند په لټه کې وي؛نو د دې پر وړاندې خو هم تر ټولو ستر خنډ د بهرنیانو نظامي شتون، خپلسري عملیات ، ړندې بمبارۍ او پټ زندانونه دي.
د طالبانو په باور د کاندیدانو له لورې کمپاینونه او له ولس سره پکې کېدونکې ژمنې هسې یوه ډراماتیکه پروسه  او د ولس په سترګو کې د خاورې ښېندل دي، دوی د کاندیدانو ماضي ته په کتو استدلال کوي، چې تقریباً هر یوه کاندید د امریکايانو سره د هېواد په اشغال کې له دولسو کلونو راهیسې مرسته کړې، د هغوی په ملاتړ یې شهرت موندلی او اوس هم د هغوی د پاتې کېدا غوښتونکي دي.
د تبصرې په پای کې راغلي، چې د ټاکنو او کاندیدانو ټوله تکیه پر بهرنیانو ده او پسې زیاتوي، چې :« د ګران هیواد افغانستان بشپړه آزادي، خپلواکي، ملي حاکمیت هغه ملي مسئله ده چې کاندیدانو په رڼو سترګو له پامه غورځولي ده، ځکه د دوی د بخت ژرنده د یرغلګرو په اوبو تاویږي، د دوی د ګټلو او بایللو ستوری د هغوی پر مدار چورلیږي، د انتخاباتو د کمپاین او میلمستیاوو مصارف د خان له جیبه پوره کیږي، ځیني خو یي لا دا امید هم لري چې د تیښتي په وخت کې به هغوی په خپل هیواد کې پناه ورکړي، همدا وجه ده چې دوی غریبان د سرو زرو په مارکیټ کې بوس خرڅوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x