نظــر

د کابل وروستی پېښې او دپردې شا

ليکنه :ارګون ديلر
ژباړه او زیاتونه: منیب الرحمن رحماني
په افغانستان کې وروستي چاودنې او بريدونه چې مسوليت طالبانو هم ونه مانه او دځينو يې بيا مسوليت داعش په غاړه واخیست دا چې نوي او دپخوانيو په لحاظ لوي بريدونه او په مهمو نقطو کې چا ؟او ولې کړي؟ څه غواړي ؟ ددې پوښتنو لپاره څه وخت کېږي ځواب لټوم.

ددې د پوهېدو لپاره بايد لنډ تاريخ ته ولاړ شو د ۲۰۱۵ کال په پای کې تمه وه چې ناټو خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي خو داسې ونه شول او ناټو د خپل رول نوم بدل کړ او په افغانستان کې یې د هغه ځاي د جوړ کړي حکومت سره اوږد مدت تړون لاسلیک کړ.

ټول پوهيږو چې افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی خو د جيو ستراتیژیک او جيوپوليتيک له لحاظه خوارا ښه او مهم موقعیت لري ، د پاکستان، چين،ايران،تاجکستان،ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

که څه هم امریکایانو وخت ناوخته ددې سیمې په هېوادونو کې پټ او ښکاره عمليات وکړل خو بريالي نشول او پدی ونه توانېدل چې په دې هېوادو کې ځان ته ځاي پيداکړي.

او په پای کې يي زخمي افغانستان مجبور کړ چې خپلې دروازې ورته خلاصې کړي.

افغانستان ته لوي اهميت ورکونکې بله نقطه د ورېښمو لاره ده،چې اوس يې چين د عصري جوړولو لپاره مټې رانغښتي دي ،دا نوی پروژه به افغانستان د هندوستان،چين او ايران د مدنيتونو د ملاقات مرکز جوړ کړی.

خو افغانستان اوس د امريکا په لاس کې دی او د هر چا په ضد يې چې استعمالوي کولي شي.

دا پروژه د افغانستان نه تېرېږي او افغانستان ته يو څلورلارې ارزښت وربښي، دا پروژه چې ۵۰۰۰ کيلومتره به د چين په سرحدو کې وي ۱۰۰۰۰۰کيلومتره به د نړي په نورو برخو کې تر انګلستانه دوام ومومي دا په دې معنا چې د امريکا اقتصادي او وروسته نظامي امپراتورۍ ته به دپاي ټکي کېږدي.

امريکا اوس په خپل ټول وس او توان ددې پروژی د بنديدو او يا ددوي تر واک لاندې ورکولو هڅه کوي ،په افغانستان کې چاودنې او بريدونه عام دي خو دا وروستی بريدونه متفاوت دي.

امريکا په پروني چاودنی چين ته په کابل کې پيغام ورکړ او دا لړي به لاترخه او اوږدېږي،څنکه چې دا لار د افغانستان پاکستان او دهند د بحر له لارې د افريقا شمالي بندرونو ته اوږدېږي او په بله نقطه کې د ترکيی په واسطه د اروپا سره يوکېږي همدا راز شرقي اروپا د انګلستان سره نښلوي.

انګلستان چې ددې پروژی سخت ليوال دي نو ښکاره ده چې د امريکا سره يې ټکر شروع شوي د اپريل د مياشتی په لسمه د لندن نه لومړي ریل ګاډي چين ته روان شو او پوره ۴۸ ساعته وروسته د انګلستان د پارلمان مخ ته ديو موټر دخلکو د وهلو وحشي صحنې ښکاره شوې چې ۵ مړه او۲۲ ټپيان يې په ځاي پريښودل دا دامريکا لومړي اختار و ؛ خو انګلستان بيا هم ددې پروژی پر عملي کولو اصرار درلود چې امريکا ورته يو څه سخت اختار ورکړ او په مانچستر کې چاودنه وشوه.

اوس به دې ته ګورو چې چين او انګلستان دامريکا سره دخبرو له لارې جوړېږي او امريکا ته برخه ورکوي که چين او انګلستان يو نوي جنګ پيلوي خو دجنګ ميدانونه بيا ددوي لری او قربانيان پخوانی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x