افغانستان

اشرف غني د کابل پېښې په غچ کې بندیان اعداموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۶۶): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د تېرې ورځې چاودنې په غچ کې د ۱۱ طالب بندیان د اعدامولو حکم وکړ.

تېره ورځ د کابل ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه یوه درنه خونړۍ چاودنه رامینځته شوه چې تر اوسه یې هیچا مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د ملي امنیت اداره ادعا لري چې برید د پاکستان لخوا ترسره شوی، خو ارګ تصمیم نیولی چې غچ به یې له هغو افغان بندیانو اخلي چې د طالب په تور نیول شوي او له کلونو راهیسې په بګرام او پلچرخي کې د اعدام په تمه ساتل کیږي.

تر اوسه اعدام ته د نومول شوو بندیانو هویت او دوسیې نه دي په ډاګه شوي، خو د تېر کال په می میاشت کې د ګډ حکومت ولسمشر د بګرام او پلچرخي له زندانونو څخه شپږ تنه طالب بندیان د اعدام لپاره غوره کړي او په دار ځړولي وو، چې وروسته معلومه شوه چې یو تن اعدام شوی کس «عثمان» شپونکی و او امریکایانو په پکتیکا ولایت کې په داسې حال کې نیولی و چې میږې يې پوولې. د هغه د زندان د ملګرو په وینا نوموړی د خپل شپانه طبعیت له مخې تر وروستۍ شیبې پورې د اعدام د حکم په معنی نه پوهیده.

وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د اعدام شوو بندیانو د محاکمې په شفافیت شک څرګند کړی و او ویلي یې و چې پر ضد یې هېڅ پرېکنده ارزښتمن شواهد نشته او نه یې هم اعدام د خلکو له امنیت سره مرسته کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ذ بندیانو اعدام ددې مزدورانو د سولې درواغجنه ادعا تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

ددې پر ځای اشرف غني ته پکار وه چې له دې خونړی حادثې سره هم مهال یې له خپل ټول فاسد حکومت سره ګډ استعفا ورکړې وای تر څو وولس ته د خپلواک تصمیم نیولو او جرګو زمینه مساعده شوې وای.

په هر حال دا چې یو شمېر خارجي اتباع د طالبانو سره بندیان دي نو فکر کوم چې د افغان بې دفاع بندیانو اعدامول به د مزدور اشرف غني له سویې پورته کار وي.

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! سره د دی چه اشرف غنی د استعفی هڅه او یا لیوالتیا هم خلق کړی، د استعفی وړاندی کولو جواز هم نه لری حتی د ځان وژنی حق ورته نشته د کابل غلامانو لوړپوړی چارواکی چه تشناب ته ځی ، که د خپلو میرمنو سره یوځای کیږی د خپلو بادارانو په اجازه او تل د هغوی د ترصد یا څارنی لاندی وی، هغوی اوس د یو رباط حثیت لری چه څه وایی او څه کوی ورته دیکته او قومانده ورکول کیږی. هغوی له انسانیت څه چه له حیوانیت هم اوښتی ،… نور لوستل »

جان

ستاذ بانزی یه ته یو مزدور او د پاکستان غلام یی شه دی پیژنم الله دی مسلمان کره او الله دی د نیکی هدایت درته وکری

Pattang

جانه ! بیانزی صیب خو یو فرد دی له اولسه لرې پروت دی نو هغه بیچاره به څه وکړي ؟ نه دالر لري او نه تورې موټرې ! ته چې دومره مسلمان یې نو دا اشغالګرو او دهغو دالري ښځو ته ولې ښېراوې نکوي ؟؟ چې اولس مو وژني ! نو ایا ته عقیدوي مسلمان یې او که خوشې عنعنوي او رواجي ؟؟

احمد صباح

خدای دراسورکره ده د بی نگی شمله چه ددالرو ده پاره شخه شی اوده اسلام ده پاره مره لکی واچوی په دی مرموز اومزدور اوغلا م اعلان باندی چه ته ئ کوی داسلام خود هسی رنگه بده کری خو داسلومسلما نانو پشتنورنگه دی هم بده کره کولی خوئ هسی نه شی استعفا مستعفی شه چه ده دبینگی دالر خوددرته تقااوت شی ای زلیله سریه ..

Pattang

سوله سوله نشته دا فاسد جاسوس خپل اولس غلوي ! هغوی هغه به هيڅکله سوله ونغواړي نو بيا به دالر او توري موټري څوک ورکوي!

اجمل

امریکایی جان سمیته ستا له نوم او لیکنی معلومیږی چه د غلامانو لمسی کړوسی کیږی، د فاحشی په شان خپل لونډان په نورو مخکی له مخکی ورتپی چه هغوی یی درته یاد نه کړی . که د کابل غلامان، غلامان نه وی د غلامی تعریف راته وکړه چه غلامان به د خرو لـــــــــــــــــــــــــــــکـــــــــــــــــــــــــــــــۍ لری او که د خرو په شان غوږونه الله مو وشرموه چه زمونږ مظلوم اولس مو ووژلو ، بی عفته او بی حیثیته مو کړو ، د ډالرو له امله د مظلوم اولس ناموس خو پریږدی په خپلو ناموسو سودا کوی او بیا هم نورو خپلواکو ته… نور لوستل »

khushal

تاسی د غلام غنی تصویر د لینن علیه العنت سره خوا په خوا کیږدی . ورته وګوری سربیره پردی چه عقیده کی سره ورته دی به قواره کی هم سره دومره ورته دی لکه غبرګون ورونه ، دا خبینان او ماتریالیستان استعمار له اوله پیژندلی او په نښه کړی ، له کوچنیوالی یی د مالی پیرزونو او روزنی لاندی نیسی لمړی کار چه ورسره کوی له دوی معفولین جوړوی یعنی معنویات یی ورله صفر کی ضربوی او د هغه مفعولیت ویدویو ګانی یی ثبت یا رکوردوی هغه ورته وخت ناوخت ښیوی به هماغه ویدیو ګانو یی یرغمل نیولی وی حتی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close