افغانستان

طالبانو د خپلو بندیانو د اعدام په غبرګون کې د «عبرتناکو بریدونو» خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۶۶): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د زنبق څلور لارې د پرونۍ پیښې په غچ کې د ۱۱ تنه طالب بندیانو د اعدام حکم ورکړ، طالبانو د سخت عکس العمل ګوتڅنډنه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله په یوې تونده اعلامیه کې ویلي چې که د دوی بندیانو ته زیان ورسیږي نو د «کابل ادارې ټول اړوند ارګانونه، ذیدخله ادارې او عدلي دستګاه به يې د مجاهدینو تر سختو او عبرتناکو بریدونو لاندې نیول کیږي او د راتلونکو پيښو او هر ډول زیانونو مسئوليت به د کابل ادارې په غاړه وي».

د اعلامیې په وینا، د بندیانو د اعدام په وړاندې غبرګون به یوازې افغان دولت پورې محدود نه وي بلکې د هغو خارجي بندیانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي چې له طالبانو سره بندیان دي. اعلامیه زیاتوي:

«دا چي دکابل اداره خپل واک نه لري او فیصلې یې د خارجي بادارانو په اشاره عملي کیږي نو که له اسلامي امارت سره موجودو خارجي بندیانو ته د کابل ادارې د دغه جنایت په انتقام کې زیان ورسید هم مسئولیت به یې دمتبوع هیوادونو په غاړه وي».

که څه هم په اعلامیه کې د خارجي بندیانو د هویت په اړه وضاحت نه دی راغلی، خو د مخکنیو راپورونو پر اساس څو تنه امریکايي او کاناډايي اتباع له کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې شپې سبا کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې چې د کابل ښار د تېرې ورځې په برید کې یې خپل لاس لرل رد کړي او پیښه یې غندلې، زیاته کړې چې د «کابل اداره» د تېرې ورځې له «غمیزې» څخه تبلیغاتي استفاده کوي او په وینا یې خپله بې کفایتي او ناتوانايي په بې ځایه تورونو باندې توجیه کوي.

نوموړي د دې اعلامیې په ترڅ کې په نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو هم غږ کړی چې د دغه عمل په وړاندې خپل رول ادا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

په رښتیا هم چه د کابل اداره سربیره په غلامی ، بی کفایته او فاسده هم ده ، د دوی پی کفایتی او حماقت به د کابل د دی وروستی پیښی په هکله هم درته د لمر په شان وځلوم او هغه دا چه : لمړی : طالبان په خپلو خبرو کی د کابل د مزدوری ، غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری به شان دروغ نه وایی چه د شاهین قول اردو د پنځه سوه مړو زخمیان شمیر یی له یوی ورځ وروسته هم اته مړی او یوولس زخمیان تر هغی په ګوته کول ترڅو چه باداری رسنیو یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x