نړۍ

پېښور: شمع سینما کې درې پرلپسې چاودنو ۱۰ کسان وژلي

نن ټکی آسیا: د پېښور په شمع سینما کې پرلپسې ۳ چاودنې شوي چې په ترڅ کې يې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شويدي. د پېښور د پولیسو مشرانو د ۳ چاودنو پېښه تصدیق کړې ده. دوی وايي چې نېږدې سیمو کې د څلورو چاودنو آواز اورېدل شوی، پولیس وايي چې دوی اوس د څلورمې چاودنې په اړه پلټنې کوي.
د پولیسو د چارواکو په وینا د چادونو پر مهال د سینما دننه له ۶۰ تر ۷۰ کسانو موجود وه، ځينې خلک وايي چې دوی د څلورو چاودنو آوازونه واورېدل.

شمع سینما د پېښور په فردوس کې د پاچا خان مرکز سره نېږدې په چارسده روډ باندې واقع ده، په دې سینما کې پښتو او لوڅ فلمونو ښودل کیږي. ویل کیږي چې دا سینما د بلور د کورنۍ ده.

د لیډي ریډنګ رغتون ډاکتران وايي چې تردې مهاله ۱۰ مړي رغتون ته انتقال شوي دي. د دوی په وینا د زیات شمېر ټپيانو حالت د انديښنې وړ دی او ددې انديښنه شته چې  د وژل شوو کسانو شمېر نور هم زیات شي.

د پېښور ښار چارواکي وايي چې لومړۍ چاودنه ماسپښین ۳ بجې او څلویښتو دقیقو باندې وشوه. ددوی په وینا په چاودنو کې چینايي لاسي بمونه استعمال شوي دي.

د  پېښې مسئولیت تردې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا چادونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو خبرونه خورا ګرم دي.  څو ورځې دمخه د پېښور ښار په پکچرهاوس سینما کې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې ۶ کسان ووژل شول.

د تحریک انصاف  ګوند مشر عمران خان پېښه غندلې ده او ویلي ده چې ځینۍ کړۍ په دې چاودنو سره مذاکرات سبوتاژ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x