نظــر

د امریکی اساسي قانون ته مراجعه، د افغانستان له جبه زار څخه د ټرمپ د بی خطره تیښتې لاره ده

لیکوال: بروس فین

ژباړه: میوند احمدزی.

ولس مشر ټرمپ ته په افغانستان  کی نه ګټونکې او د امریکې د اساسي قانون خلاف ۱۵ کلنه جګړه په میراث پاتی ده. یو وخت کې چې هلته د عسکرو شمیر زیات و، نو د کال یی ۱۲۸ میلیارده لګښت درلود یا په بله وینا د ورځی ۳۰۰ میلیونه ډالر مصرفیدل.

ولس مشر ټرمپ کولی شی چی د افغانستان هیولا څخه ځان خلاص کړی خو که نوموړی د امریکې په اساسی قانون چی ده یې د ساتنې او دفاع سوګند کړی، عمل وکړی. د امریکی اساسی قانون د اتم فصل لومړی ماده یولسمه فقره د جګړی د اعلان تر عنوان لاندی د کانګرس غړو ته د جګړی او سولی په هکله د پریکړې په باره کی خاص مسئولیت متوجه کوی. کانګرس چی د بحث او تودو خبرو هغه ځای دی چی خطر چندان خوند نه ورکوی، نو هیڅکله به د طالبانو، القاعده او اسلامی دولت په خلاف زموږ د لاسپوڅی حکومت په ملاتړ د جګړی اعلان ونکړی، ځکه دا دری واړه قواوی د امریکی لپاره اساسي خطر نه متوجه کوی بلکی امریکی ته له هغه څه څخه د مرګ زیات خطر متوجه دی چی د خرڅلاو د بي کفایته اتومات ماشین په شان مسلسل پیسی وراچول کیږی ( خو درک یی نه معلومیږی). د امریکی د اساسي قانون د مسودی د لیکلو، د بحث کولو او یا ددې د منظورولو هر ګډون وال به د اساسی قانون دا روحیه ستایله چی د سولی تقدس ته احترام لری تر هغو چی کانګرس د جګړی اعلان نه وي کړی. په ۱۸۰۵ کال کی ولس مشر توماس جیفرسن کانګریس ته په پیغام کی دغه ټکی داسی تشریح کړی: څنګه چی د اساسی قانون له مخی، زموږ د سولی حالت د جګړی په حالت د بدلولو واک یوازې کانګرس سره دی نو ما دا خپله دنده وبلله چی د جګړی د مخنیوی لپاره د جزئې قوی د استعمال د اجازی غوښتنه وکړم.

د دوهمې نړیوالې جګړی وروسته د کانګریس په تبانی سره د اساسی قانون د جګړی د اعلان له فقرې څخه د امریکی هر ولسمشر سرغړونه کړی، ترڅو نوموړی د نړی د رهبر لقب خپل کړی. خو د دی فقری څخه سرغړونه څوک د غیرقانونی کړنې له ملامتی او مسئولیت څخه نشي خلاصولی. د امریکی ستری محکمی په ۱۹۸۳ کال کی د واک د تفکیک څخه د سرغړاوی په مورد کې د «جګدیش رای چاده» او د  هجرت او تابعیت د ارګان تر مینځ د دوسیی په باره کی په حکم کې د تیرو پنځو لسیزو تقنینی ویټو د اساسي قانون خلاف عمل وګاڼه. نو څنګه چی د ولسمشر څخه د هغه له خوا شوی د اساسی قانون سوګند ایجابوي، باید ولس مشر ټرمپ کانګرس ته اطلاع ورکړی که چیری کانګریس په ۳۰ ورځو کی د لاسپوڅي افغان حکومت د دښمنانو په خلاف د جګړی اعلان ونکړي نو هغه به په افغانستان کی میشت ټول امریکایی عسکر، روزونکی او مشاورین له هغه ځایه راوباسی او د افغان وسله والو قواوو سره به هر ډول نظامی ملاتړ بند کړی. تاسی پدی باور وکړی، کانګرس به هیڅ هم ونکړی. کانګریس په ۲۰۱۳ کال کی هم هیڅ ونکړل کله چی ولس مشر اوباما د سوریی په خلاف د کانګریس څخه اجازه وغوښتله. کانګرس په ۱۹۹۹ کال کی د کوسوو په هکله د سربیا په خلاف د جګړې د اعلانولو څخه انکار وکړ. په تیرو ۲۲۷ کالونو کې کانګریس یوازی په ۵ شخړو کی د جګړی اعلان کړی دی، هغه هم پداسې حال کی چی د امریکی د خاوری په خلاف صریح برید او یا یقینی کیدونکی برید محسوس شوی و یعنی د ځان څخه د دفاع په خاطر جګړه اعلان شوی. کانګریس به د افغان لاس پوڅی حکومت د دښمنانو په خلاف د جګړې د اعلانولو څخه هیڅ تر لاسه نکړی ځکه د جګړی په وخت کی د کانګریس واکونه د حکومت د اجرائیوی څانګی تر سیوری لاندی راځی. د کانګریس غړو په یاد کی نه څوک یاد ګاری څلی جوړوی او نه منارونه بلکی د جګړې د هڅو د تمویل لپاره باید تکس زیات شی او یا پیسې په پور واخیستل شی. ددی علاوه جګړه د تقنینی ارګان د اعضاوو د شخصیت سره سمون نه خوری.  ځکه هغوی زیات احتیاط کوونکي او د جګړو د ځنډولو پلویان دي. ددی سربیره د افغانستان جګړه د ویتنام د جګړې په څیر نه کټونکې جګړه ده. د ۱۶ کالونو له تیریدو وروسته د بری هیڅ څرک نه لیدل کیږی. بل دا چې موږ د کامیابی وروسته حالت لپاره هیڅ تعریف نلرو خو وایو چی کله وخت راشي نو پری پوه به شو.

زموږ افغان لاسپوڅی حکومت فاسد، بی کفایته ، قبیلوی، فرقه پرست، ظالم او ولس نه لیری حکومت دی. د افغان وسله وال ځواکونو صفونه د خیالی عسکرو څخه ډک دی. دکوکنارو کښت زښت زیات دی.  انتخاباتو کی پریمانه درغلی شوی. د افغانانو وفاداري تنظیمي ده، نه ملی. دوی هغه وخت یو کیږی چی بهرنی یرغل پرې وشي. دوی دری ځلی بریطانوی امیراتوری شاته کړه او په ۱۹۷۹ کال کی یی شوروي یرغل ته ماتی ورکړه.

چین او روسیه د متحده ایالاتو د کمزوری کولو لپاره د طالبانو ملاتړ کوی. دوی د همدی مقصد لپاره د ویتنام په جګړه کی هم د شمالی ویتنام ملاتړ کاوو. د افغانستان د جګړی په هکله مایوسی د پخواني امنیتی مشاور ستفین هادلې او د سولی د انستیتوت د تکړه اعضاوو اندریو ویلدر او سکاټ واردن په اخباری کالم کی چی عنوان یی ؤ، (په افغانستان کی د سولی د کټلو لپاره څلور قدمونه) او د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۲۷ نیټه په واشنګټن پوست کی خپورشو، ښه واضح شوی ده. د دوی څلور نقطه ایزه ستراتیژی هم د دوهمی نړیوالی جګړی د بحری قوماندان پلان ته ورته ده چی غوښتل یی د سمندرونو اوبه جوش کړی ترڅو د نازی المان اوبتلونه د اوبو سر ته راوخیژی او بیا یی تخریب کړی. لومړی ګام یی دادی چی د اسلامی دولت او القاعدې ټول عناصر ووژنی خو دا هغه څه دی چې موږ یی په تیرو ۱۶ کالونو کی کوو خو نتیجه یی نه ده ورکړی. دغه فکر هم د جنرال ویلیم ویتست موریلاند غوښتنی ته ورته ده چی د ویتنام د ټیټ په نامه د برید وروسته یی د دوو لکو اضافی عسکرو غوښتنه وکړه. دوهم قدم دا دی چی افغان حکومت له اداري فساد نه پاک شی خو دا کار به یا سملاسی د حکومت د سقوط باعث وګرځی او یا دا چی ناراضی کسان به د یوه بل ځواک لوري ته مخه وکړی. سی آی اې حامد کرزی ځکه په قبضه کی ساتلی ؤ چی کله کله به یی د نقدو پیسو بنډلونه ورکول خو په هغه به هم مهاله له ایران څخه هم یو څه نقد بنډلونه ترلاسه کول. دریم قدم یی دا دی چی د سولی پروسی ته وده ورکړی. ته به وایی چی له افغانانو څخه به کاناډایان جوړ کړی چی ټول به خپلې تورې په قولبو بدلې کړی او جګړه به نوره نه کوي. څلورم قدم یی دا دی چی د افغانستان ټولو لړم صفته ګاونډیانو ایران، پاکستان، روسیه، هندوستان او چین ته به قناعت ورکړی چی د خپلو متضادو ملی ګټو نه تیر شی او په افغنستان کی ثبات راولی یا په بله معنی دوی پخپله د ملي دولتونو په توګه عمل ونکړی. لنډه دا چی د هیډلی-ویلډر د سولی پلان یو خیالي فکره ده. افغانستان د یوه امریکایی عسکر په هډوکو نه ارزي. له افغانستان څخه زموږ د عسکرو راوتل به امریکا له خطر سره مخ نکړی. موږ له ویتنام څخه ووتلو خو له ویتنام څخه په موږ برید ونشو موږ د فلپین د کلارک د هوایی اډی او د سوبک له بحری اډی څخه خپل ځواکونه راوایستل خو له هغه وروسته خطر نه دی راته پیښ شوی. موږ د پاناما کانال سیمه او د پاناما کانال بیرته پاناما ته ورکړ خو له هغه ځایه په موږ حمله ونشوه. ولس مشر رونالد ریګن په۱۹۸۴ کال کی پرته له دی چې زموږ دفاعی توان ته صدمه ورسوي، د لبنان څخه د امریکې بحری قواوی راوایستلی خو که ولس مشر ټرمپ د افغانستان په جګړه کی زموږ ګډون ته د پای ټکی کښیږدی نو دی به د سولی د نوبل جایزې مستحق شی او دا به د او باما په شان نه وی چی په ۲۰۰۹ کال کی یی جایزه تر لاسه کړه خو په سوله یی ملنډی ووهلی.

*یادونه: بروس فین امریکايي قانون پوه دی چې په اساسي قانون او نړیوال قانون کې تخصص لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x