د کابل برید د چا لخوا ترسره شو؟

مولوي عبدالواحد

تیره ورځ کابل ښار کې زنبق څلور لارې ته نږدې یو دروند برید ترسره شو چې له امله یې تر سلو زیاتو کسانو په وژل کیدو سربیره ۴۰۰ کسان ټپیان او شاوخوا ودانیو ته یې بې دریغه زیانونه واړول. دغه برید چې ویل کیږي په ځمکه کې یې څو متره ژوره کنده پرې کړې د ټانکر په توسط ترسره شوی. د برید مسؤلیت تر اوسه هیچا په غاړه نه دی اخیستی، برید د طالبانو لخوا نه یوازې رد شوی بلکې تقبیح شوی هم دی او هغه یې د بې ګناه وګړو عامل بللی. مګر حکومتي چارواکي او حتی ځینې بهرني جهتونه لا هم په خپلو خبرو کې د برید د مسؤلیت ګوته طالبانو ته نیسي او وایي چې دا برید د طالبانو اړوند حقاني ډلې لخوا ترسره شوی دی.

که د برید زمان، مکان او نوعیت ته وګورو او بیا د طالبانو جنګي ستراتیژي او د هغوی فکري لیدلوری ورسره لحاظ کړو نو دا خبره مو زړه ته لویږي چې دا برید د طالبانو کار نشي کیدلای.

که د برید وخت ته وګورو ، دغه برید سهار اته نیمې بجې شوی، دغه وخت د کابل په سرکونو د بیروبار وخت وي، ماشومان مکتب او ښاریان کار ځایو نو ته روانیږي او هر څوک د خپل معاش او رزق پیدا کولو په تلاش له کورونو واټونو ته راوځي. په دې حساب د برید زیاتره قربانیان عام د کوڅې او ښار خلک باید وبلل شي.

که د برید ځای ته وګورو، برید په کوم ځانګړي نظامي یا حکومتي هدف نه دی شوی، په عام واټ، زنبق څلورلاري ته نږدې ټانکر منفجر شوی دی.داسې معلومیږي چې برید کوونکي غوښتل د لارې په سر ، موټرو ، دوکانونو او شاوخوا ودانیو کې ټول خلک هغه که ماشومان دي، ښځې دي، نارینه ده، حکومتيان دي ملکیان دي، ګناهګار دي یا بې ګناه باید له یوې مخې ووژل شي.

د برید له نوعیت نه ښکاریږي چې که دغه برید یو جهادي عمل وشمیرو نو هیڅ هغه احتیاطي موارد په کې نه دي رعایت شوي چې باید په جهادي بریدونو کې رعایت شي. په جهاد کې حتی په دارالکفر کې د غیرمحاربو خلکو، ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او نورو هغو کسانو چې په جنګ کې دخیل نه وي وژل ناجائز عمل دی. دلته برید په داسې بې توپیره ډول شوی چې وچ او لانده یې ټول له یوې مخې ریبلي، ګناهګار او بې ګناه، مباح الدم او معصوم انسانان یې پرته له توپیره هدف ګرځولي. له دې څخه معلومیږي چې د برید ترسره کوونکي که ځان هر څه بولي خو د برید څرنګوالی یې دیني او جهادي نه دی.

په دغسې بریدونو کې د بې ګناه انسانانو وژل کله د بریدکوونکو لخوا په خطاء او غلطۍ سره توجیه کیږي او وایي چې اصل هدف هغه محدود مباح الدم کسان وو او دغه نور بې ګناه خلک خطاء وژل شوي دي او الله تعالی خو په خطاء باندې څوک نه نیسي. دا استدلال بالکل بې ځایه او غلط دی. په دې ډول بریدونو کې د عامو خلکو وژل کیدل ځکه قتل خطا نه دی چې د ترسره کوونکي یې له پیله یقین وي چې زما په حمله کې حتما دغه بې ګناه انسانان وژل کیږي. کله چې څوک په عام مارکیټ کې یا د ډک بازار په منځ کې زر کیلو باروتو ته انفجار ورکوي نو ضرور په دې هم له پیله یقین لري چې دغه حمله حتما له حده تجاوز کوي او بې ګناه خلک په کې قرباني کیږي خو له دې باور سره سره چې انفجار ورکوي. نو په دې صورت کې خو بې ګناه انسانان په خطاء نه بلکې په عمد او قصد سره ووژل شول. دغسې عمل به څرنګه د جواز دلیل پیدا کړي؟؟؟ د دغسې حمله ترسره کوونکی باید د بې ګناه انسانانو د عمدي قتل له امله په خپل انجام او عاقبت وویریږي ځکه د یوه بې ګناه انسان قاتل به د همیش لپاره په جهنم کې وي.

بله دا چې د کابل وروستی برید د نوعیت له امله د طالبانو پخوانیو حملو ته نه دی ورته. بلکې په عراق کې د القاعده او داعش حملوته ورته دی. د عراق القاعده او داعش چې سلفي افکار لري د دوی د معاصر جاهلیت د مفکورې له مخې د کفر پلوو رژیمونو تر سیوري لاندې هغه خلک چې دغه رژیمونه یې منلي دوی یې مرتد او له پلوه واجب القتل بولي. همدا لامل دی چې دوی په عراق کې له پیله په مارکيټونو، بازارونو، مساجدو، او د بیروبار په عامه ځایونو کې درنې چاودنې کوي او قصدا غواړي چې عام خلک ، نر ، ښځې، ماشومان او بوډاګان ټول ووژني. هغوی د خپلې مفکورې په بنسټ همدا عاموژنې جهاد بولي او بی دریغه دوام ورکوي.

اما طالبان چې سلفي افکار نه لري، دوی حتی په اشرف غني او ډاکټر عبدالله هم تراوسه د کافر حکم نه دی کړی. طالبان عام خلک مرتد او واجب القتل نه بولي، افغانستان ته دارالکفر او دارالحرب نه وایي چې په اوسیدونکو یې د دارالحرب د اوسیدونکو احکام جاري کړي. بلکې دوی دا عام اولس ټول مسلمانان او د کفارو لخوا محکوم شوي مستضعفین بولي، چې باید د کفارو له غلبې ازاد شي نه دا چې تکفیر او ووژل شي.

له همدې امله طالبانو که څه هم د امریکایانو په صحرایي قرارګاوو درانه انفجارات کړي خو په ښاري عملیاتو کې تر خپله وسه احتیاط کوي. دا چې د کابل برید تر ډیر د عراق له داعشي قتل عامونو سره مشابهت لري نو ځکه یې د طالبانو کار نه شو بللی.

په هر حال، د کابل برید که د هر چا لخوا ترسره شوی وي دا چې تراوسه یې هیچا مسؤلیت نه دی منلی، نو که کومه امریکایي دسیسه نه وي او کوم مسلمان ترسره کړی وي باید په دې پوه شي چې یوازې له مسؤلیت څخه په انکار او ځان غلي نیولو باندې دداسې درنو قتل عامونو له اخروي مسؤلیته نه شي خلاصیدلی. د قیامت د ورځې او معاد فلسفه هم داده چې عدالت به قائمیږي او د هر مظلوم د وینې پوښتنه به کیږي. د الله تعالی له نظره هیڅ شی پټ نه دي او نه یې هم له حسابه د تیښتې مجال شته. جهاد چې څومره افضل عمل دی همدومره خطرناک عمل هم دی. په جهاد کې که د کافر په وژلو مسلمان ته جنت واجبیږي نو بالمقابل د مسلمان په ناحقه قتل ورته جهنم واجب ګرځي. نوکه د برید ترسره کوونکي زما دغه لیکنه لولي باید دغسې باریکیو باندې ژور تأمل وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د