نظــر

ايا يوازې «غندنه» د ټولو مشکلاتو حل دی؟!

نياز الله عرفان

د کابل پرونۍ پېښه چې شاوخوا څلورنيم سوو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او په هر وژل شوي يا ژوبل شوي پنځوس شپېته کوره خپل خپلوان راغونډ او د وير و ماتم په ټغر کېناستل، د حکومت له خوا دا ټوله غميزه يوازې په يوه لنډه غندنه پای ته ورسېده او ولسمشر غني د ويجاړو شويو ځاينو د بيا رغولو امر وکړ.

د کابل دغه پېښه زموږ لومړۍ غميزه نه ده، بلکې تر دې مخکې او اوس هم هره ورځ چېرته وړه او چېرته همدغه شان لويه غميزه سر راپورته کوي، خو هر ځل په يوه لنډه غندنه او د افغان پياوړو ملي ځواکونو په صفت پای ته رسيږي. بده يې لا دا چې په هره غندنه کې دا اواز بيا بيا بدرګه کيږي چې د نړيوالې ترهګرۍ پر خلاف له خپلو ځواکونو سره ودرېږئ تر څو مو انيت خوندي شي او نړيوالو ټولنو باندې هم دا غږ کيږي چې د ترهګريزم پر خلاف موږ سره مرستو کې لا زياتوالی راولئ. حال دا چې د زيارتو څېړونکو په اند همدا لويې لويې غميزې، ناخوالې او وژنې د همدغو نړيوالو ټولنو کار دی. لکه چې همدا اوس د کابل پروني بريد په اړه ځينې راپورونه وايي چې منفجر ټانکر د کوم بهرني سفارت کليرنس کارټ هم درلود.

اوس زياتره څېړونکي په دې باور دي چې که په ولس کې د ملي ځواکونو د ملاتړ کچه سل فيصدي ته هم ورسيږي خو تر څو چې د امنيتي ځواکونو په په لوړو ارګانونو کې لازم اصلاحات رامنځ ته نه شي، هره ورځ به له نن بدتره وي. ځکه همدا اوس د افغانستان شاوخوا درې نېم لاکه ځواکونه ټول د ځينو زورواکو د کورونو، دفترونو او ښوونځي ته يې د ماشومانو د تګ راتګ په امنيت ساتلو موظوف دي. څېړونکي وايي کابل مېشت امنيتي ځواکونو کې شلمه برخه ايله د عام امنيت په ساتلو مکلف دي، پاتې نور يې ټول د وکيلانو، ولسوالانو، «مجاهدينو»، زورواکانو، وزيرانو، لوړ پوړو قوماندانانو، جنرالانو او ځينې شمالي لنډغرو له کورونو تاؤ او د دوی د شخصي ملېشو حيثيت لري.

دوهم قدم کې همدا عام امنيتي ځواکونه هم له ډېرو ستونزو سره له امله يې نه شي کولای خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي. مثلاً دوی د تورو شيشو موټر نه شي ودرولای، د لوړپوړو چارواکو په يو تليفون د مجرمينو په خوشي کولو يا نه ايسارولو مجبوريږي، د لوړو مقاماتو له لوري داسې امر ورته کيږي چې د نه کولو په صورت کې يې له دندو لرې کولو اختار ورکول کيږي او ان وهل کيږي، بې عزته کيږي او رټل کيږي هم، چې ښه مثال يې تېره ورځ په ننګرهار کې د ولسي جرګې استازي او زوراک حضرت علي د زوی له خوا له امنيتي ځواکونو سره لانجه او د يو سرتيري وهل دي.

لنډه دا چې افغانستان اوس هم لا ښه دی چې د سوريې او عراق په شان نه دی، دا د الله تعالی يوه خاصه لورينه او مهرباني ده چې د هيڅ امنيتي ځواکونو په نه شتون کې يې دومره څه نا څه امنيت ټينګ کړی، کنه د افغانستان دغه سرتيري خواران خو ټول د څو زورواکو په اشاره چليږي، د هغوی له کورونو تاو دي او د هغوی له لوري ورته امر کيږي. تنخوا يې هم زياتره وخت تر څو مياشتو وځنډيږي او د زورواکانو له خوا د ورکېدو يا په کومه بله پلمه د دې خورانو د مياشتو مياشتو مسافرۍ ټوله ګټه وټه د همدې خېټورو جيبونو ته لويږي او زامنو ته يې د څو ورځو عياشي، فحاشي او مېلو چړچو توښه برابره شي.

که ولسمشر غني رښتيا هم غواړي افغانستان ملي ځواکونه ولري، نو بايد په امنيتي ارګانونو کې ژور سمون او اصلاح راولي. ولس خو په بشپړه توګه د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا دريږي؛ خو کاش چې افغانستان خو ملي ځواکونه لرلای! دا خو ملي ځواکونه نه دي، دوی خو د څو زورواکو ملېشې دي، ايا ولس د همدې زورواکو تر شا ودريږي؟ د هغو زورواکو تر شا چې ولس ته يې هيڅ خير نه رسيږي!

خلاصه دا چې د افغانستان ټوپکوالو ځواکونو ته هم لازمه ده چې ځانونه په رښتيني ډول ملي ځواکونه ثابت کړي او د هيڅ زورواکي او کوڅه ډب تر شا ونه دريږي. که د کوم زورواکي له خوا ورته څه ګوټ څنډنه هم کيږي، ځان دې نه تسليموي، په ښکاره ډول دې اعلان وکړي، ولس دې خبر کړي او د ولس په زور دې زورواکان لارې ته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x