دیني، سیرت او تاریخ

له الله جل جلاله سره دحضرت عثمان رضی الله عنه تجارت او تلپاتي ګټه:

ايا خبر یاست؟
څوارلس سوه کاله وروسته هم دعثمان بن عفان رضی الله عنه په مدینه منوره کي مځکي په نامه شته چي دالله جل جلاله لپاره وقف دي
او دسعودي عربستان په بانکونو دعثمان بن عفان په نوم اکاونټ او حساب هم شته دي.
کیسه داسي وه چي دمسلمانانو له هجرت وروسته په مدینه منوره کي دټولو لویو څاګانو اوبه مخ پر لږيدو شوي خو یو ډیره لویه څاه چي دبئر رومه په نوم مشهوره وه داوبو دلږوالي له بحرانه خوندي وه خو دا څاه د یوه یهودي ملکیت وو چي دڅاه هرغوړپ او به یي په بیه پلورلي عثمان بن عفان رضی الله عنه ورغی ترڅو له یهودي څخه دا څاه وپيري خو یهودي دڅاه خرڅولو ته تیار نشو.

بیا عثمان رضی الله عنه ورته دنیمي څاه دپیرلو وړاندیز وکړ چي یهودی قانع شو او نیم څاه یي ورباندې وپلوري.

په دي ترتیب چي دڅاه اوبه یوه ورځ ديهودي وي او بله ورځ به د عثمان رضي الله عنه وي یهودي ډیر خوښ وو چي عثمان رضی الله غوندي تکړه تاجر ورسره شریک شو اوس به یي اوبه نور هم ښه قیمت پیدا کړي خو په دریمه ورځ ورته معلومه شوه چي دده ګیراکان ټول په هغه ورځ اوبو وړلو ته راځي چي دڅاه نوبت دعثمان رضی الله عنه وي ځکه چي هغه خپلي اوبه دالله جل جلاله لپاره وقف کړي وې چي خلګو په وړیا توګه وړلي یهودی چي پوه شو نو له عثمان رضی الله عنه نه یي وغوښتل ترڅو مکمله څاه وپیري او د20000 زره درهمو په مقابل کي عثمان رضي الله عنه ته وسپارله او هغه هم ټولي اوبه دالله لپاره وقف کړي

ویل کیږي چي یو وخت کوم صحابي وغوښتل چي دا څاه دهغه په دوه برابره قیمت له حضرت عثمان رضی الله عنه نه وپیري خو عثمان رضی الله عنه ورته وویل چي نه تردي ګرانه یي له ما څخه غواړي

صحابي ورته وویل دري برابره قیمت واخله

ویل نه تر دي هم ګرانه

څلور  پنځه … تر نهه برابره قیمت ورکولو پوري تیاروو خو حضرت عثمان رضی الله عنه بیا هم ونه منله نو اخیستونکي ورته وویل چي تر دغه قیمت پورته به یي هیڅ څوک هم درنه وانخلي

حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وفرمایل: ماته مي رب دنیکۍ لس برابره بدله راکوي ایا دا لږ څه دي؟

ددغه څاه شا وخواته کرار کرار باغونه کينول شول په سلګونو وني یي اوبه کولي او دحاصلاتو روپۍ یي پر یتیمانو او مسکینانو ویشل کيدي
هر حکومت ددغه وقف خاص خیال وساتی او عثماني دولت دغه وقف ته نور هم انکشاف ورکړ په دغو روپیو نور جایدادونه او باغونه هم واخیستل اودهغه راپه ديخوا دسعودي حکومت هم دغه وقف ته لا زیاته پراختیا ورکړه ویل کیږي تر اوسه تر ۱۵۰۰ سوه زیاتي دخرما وني لری او دحاصلاتو نیمایي یي پر مسکینانو او یتیمانو ويشي او نوري نیمایي یي په سعودي بانک کي جمع کوي تر څو په نورو خیریه کارونو کي ورنه ګټه واخلي دحضرت عثمان رضی الله عنه له وقف شویو مالونو څخه دزکات او صدقاتوله ورکولو سره سره په بانک کي دومره شتمني موجوده ده چي څه موده وړاندي یي دمدیني منوري په مرکزي او سنټرال ایریا کي دیوه لوي بلډینګ لپاره ځمکه وپیرله او یو لوي بلډینګ یي ورباندي جوړ کړ چي تقریبا دکال ۵۰ میلیونه ریاله عاید لري او عائد به پر بیوزله او یتیمانو ویشل کیږي ديادوني وړ ده چي په سعودي بانک کي دحضرت عثمان رضی الله عنه په نوم ډیره زياته شتمني پروته ده او دتعجب ځای خو داده چي دا ټوټه ځمکه او وداني په ښاروالۍ کي رسما د عثمان رضی الله عنه په نوم ثبت ده

سبحان الله له الله جل جلاله سره تجارت څومره تلپاتي او همیشنۍ ګټي لري پوره څوارلس سوه کاله دغه تجارت دوام وکړ او لا جاري ده.
ځکه خو رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي وو چي: دهر نبي لپار په جنت کي یو خاص ملګری تړي او زما دجنت ملګري عثمان ده.

ژباړه: حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x