افغانستان

طالبانو د ۱۱ بندي عسکرو د ازادولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي چې د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یې ۱۱ تنه دولتي عسکر چې له دوی سره بندیان وو، د روژې په احترام او د خپل مشرتابه د حکم پر اساس ازاد کړي دي.

د طالبانو د مشرتابه لخوا د ۱۱ دولتي عسکرو د ازادولو د حکم راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د وړمې ورځې برید، چې طالبانو غندلی دی، په غبرګون کې د ۱۱ طالب بندیانو د اعدام حکم ورکړ.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې یاد دولتي عسکر یې څه موده وړاندې د شاولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو په جګړو کې ژوندي نیولي وو، چې تېره ورځ یې یو تن زخمي بندي د سرې میاشتې ادارې ته سپارلی، ۷ تنه یې خپلو خپلوانو ته سپارلي او د پاتې ۴ تنو خپلوانو ته د سپارلو چارې به سبا بشپړې شي.

ښاغلي احمدي د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې طالبانو ازاد شوو دولتي عسکرو ته د سفر خرڅ لپاره پنځه – پنځه زره افغانۍ هم ورکړي دي.

اعلامیه کاږي چې طالبان په هر وخت او ځای کې له جنګي اسیرانو سره د شریعت مطابق انساني چلند ته ژمن دي، خو په وینا یې «د ګوډاګۍ ادارې چارواکي او یرغلګر بیا د بندیانو له هیڅ ډول شکنجې او ربړولو لاس نه اخلي».

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي زیاته کړې چې له ازاد شوو دولتي عسکرو څخه یې ژمنه اخیستې چې بیا د اوسني حکومت لیکو ته نه ورځي.

«د ازادیدلو په مهال مجاهدینو یادو بندیانو او د هغوی راغلیو قریبانو ته توصیه وکړه چې نور د امریکايي ګټو لپاره د امریکايي تالۍ څټو د خواهشاتو لپاره د هیواد له ورانولو او خپل ځان قربانولو لپاره ونه جنګیږئ اونه هم د خپل مسلمان مجاهد ملت په وړاندي د ګوډاګۍ ادارې په صف کې ودریږي».

د طالبانو له بند څخه د ازاد شوو دولتي عسکرو شمېر دقیقا د هغو طالب بندیانو شمېر دی چې د ګډ حکومت ولسمشر یې د اعدام تابیا نیولې، چې د کتونکو په باور د طالبانو دغه اقدام ولس ته د خپل ښه نیت قوی پیغام له ځانه سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د بندیانو په اړه د طالبانو پورتنی اعلان او مزدور دولت ته د خپلو بندیانو په اړه خبرداری ماته د قاضي مخکې د دوو هغو مدعیانو کیسه رایادوي چې ورېښمینه لونګۍ باندې یې دعوا وه، قاضي لونګۍ د دواړو منځ ته ګوزار کړه او ورته کړل یې چې هر چا واخسته د هماغه ده. په دې منځ کې لونګۍ د دواړو مدعیانو تر منځ کش او ګیر کې راغله او قاضي یې ننداره کوله، قاضي لیدل چې کله لونګۍ د شلېدلو له ګواښ سره مخ کیژي نو یو لوری یې ور سستوي تر څو ونه شلیژي خو ها بل طرف… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دغه دی د انسانیت او حیوانیت تر منځ توپیر ، دغه دی د اسلامی او دموکراسی نظامو خصلتونه چه یو اړخ د یوولسو بندیانو د اعدامولو او بل اړخ د یوولسو بندیانو د ازادولو اعلان کوی ، اوس نو هیوادوالو او نړیوالو ته په څرګنده او په داګه شوه چه غلامان څوک او خپلواک څوک دی ، څوک د رشتونی سولی پلویان او څوک د بادارانو په قومانده جنګ غواړی ، څوک د افغانانو د وینو تویولو مخه نیسی او څوک د بی ګناه افغانانو د وینو تویولو او زبیښلو تږی دی ، دا قضاوت به رشتونی مسلمان او ښه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x