
څنګه امکان لري، چي یو وخت کي عزرائیل د زرګونو موجوداتو روحونه قبض کړي؟
د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر
ملائیکې او ساینس.
لومړی ملائیکې پیژنو:
ملائیکې د الله جل جلاله هغه مخلوق دی چي له نور (رڼا) څخه پیدا سویدی، له همدې کبله ملائیکې نوراني لطیف جسمونه لري، ملائیکې د الله هغه مخلوق دی چي الله مسخرې کړیدي، او کومه وظیفه چي یې ورکړېده هغه کوي، د الله جل جلاله هیڅ نا فرماني نه کوي، ملائیکې وزرونه لري، په مختلفو شکلو سره ځانونه اړولای شي، سرعت یې ډېر زیات دی، چي انسان یې تصور نشي کولای.
ملائیکې مختلفې وظیفې لري، څوک روحونه اخلي، څوک عذاب نازولي، څوم تسبیح وايي، څوک بادونه او بارانونه په واک کي لري، څوک وحي راوړي او داسی نور…
د ملائکو قوت:
مقربې ملائکې څلور دي، حضرت جبرائیل علیه، حضرت میکائیل علیه السلام، حضرت اسرافیل علیه السلام، حضرت عزرائیل علیه السلام
حضرت جبرائیل علیه السلام ته (ذی قوة متی) لفظ راغلی دی، په قرآنکریم کي، د حضرت جبرائیل علیه السلام قوت دومرې دي چي د انسان له عقل څخه وتلی دی، په حدیث شریف کي راځي: قال النبي صلى الله عليه وسلم:
” رأيت جبريل له ستمائة جناح ” صححه الألباني في صحيح الجامع.
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي چي ما حضرت جبرائیل علیه السلام ولیدی چي ۶۰۰ وزر یې درلودل .
د بېلګي په شان:
۱: د حضرت لوط علیه السلام د قوم ټوله مځکه یې پخپل یوه وزر سره پرېکړه ټوله مځکه یې پر یوه وزر باندي و اسمانو ته پورته کړه، چي د سپو غپاوې او د چرګانو اذانونه د اسمانو ملائکو اورېدل، او بیا یې دغه ټوله سیمه چپه کړه، چي اوس دغه قوت او زور موږ په انساني عقل او ساینس سره نسو ملاحظه کولای.
۲: کله چي حضرت یوسف علیه السلام خپلو وروڼو و څاته واچاوه، حضرت جبرائیل علیه السلام د اسمانو څخه په دومرې سرعت کي راغلي چي حضرت یوسف علیه السلام ودې ۸-۱۲ کزه څاته ونه رسیدې، چي دا به څومرې سرعت وي.
حضرت عزرائیل علیه السلام:
حضرت عزرائیل علیه السلام دومرې غټ دی چي ټوله مځکه یې ومخته داسي پرته ده لکه یو طشت چي ورته پروت وي لکه په دې حدیث کي چي راځي:
وقد قال ابن عباس رضي الله عنهما أن الأرض بين يدي عزرائيل مثل الطَّسْتُ (إناء صغير يحمل عليه الماء) يتناول منها حيث يشاء بإذن ربه.
دی دغه مځکه د الله په امر سره اړوي را اړوي، دا څومرې توان او طاقت دی، چي موږ یې په دې کوچني او عقل سره نسو احاطه کولای، که یو څوک ووايي چي زه یې احاطه کوم، ددې مطلب به داوي چي دی و اقیانوس بحر ته ناست دی او خپل د کور لوښي یې ورته ایښي دي، او غواړي چي دغه ټولې د بحر اقیانوس اوبه د خپل کور په لوښو کي سره راټولي کړي، چي دا ناشونې ده.
حضرت عزرائیل علیه السلام خپلې معاونین ملائیکې لري:
تاسی ګوري په ټوله نړۍ کي حضرت عزرائیل علیه السلام د هر شی روح نه اخلي، نورې ملائیکي هم دده په امر ورځي او هغه روحونه اخلي.
د ملائیکو سرعت او ساینس:
د نور سرعت پر ځمکه باندي په یوه ثانیه کي ۳۰۰۰۰۰ درې لکه کیلومتره دی، که چیري یوه ملائیکه یوه دقیقه تګ وکړي نو په یوه دقیقه کي به (۱۸۰۰۰۰۰۰) اتلس میلیونه کیلومتره واټن ووهي،
د ځمکې قطر ۱۲۷۵۶ کیلومتره دی، اوس تاسي د ملائیکو سرعت او ځمکه سره مقایسه کړی.
د حضرت جبرائیل علیه السلام مهم کار د وحی نزول دی، خو له دې سره سره نورې وظیفې هم لري، لکه د قدر په شپه راکښته کیدل او پر ټوله مځکه باندي ګرځیدل او نور..
اوس تاسي له عقل څخه کار واخلي چي حضرت عزرائیل علیه السلام دومرې غټ دی، چي مځکه داسی وته معلومیږي لکه چي په یوه طشت کي اوبه وي او هغه ته حرکت ورکوي، او په کومه اندازه سره چي ژوندي موجودات دي په هغه اندازه سره ورسره نورې ملائیکې شتون لري نو بیا په یوه ثانیه کي د سلو میلیونو ژوندیو موجوداتو څخه که په وچه کي وي، که په سمندر کي وي که په غرو او ځنګلو کي وي څه خبره ده، هیڅ مشکل نشته، خو دا مشکل زما او ستا د قاصر عقل او دماغ سره دی.
داچي دغه سوال په اصل کي یوه هندو کړیدی، هندو په دې نه دی ملامت چي که دده معبود (راما، کرشنا، بودا او نورو…) ته راشو سړی به ورته حیران شي، ځیني هندوان ۳۰۰۰۰۰ درې لکه معبودان لري، ځیني یې ۳۰۰۰۰۰۰ درې میلیونه معبودان لري او ځیني یې په دې آند دي چي هرشی معبود دی، دوی پخپلو لاسونو سره د ډبرو، خټو او لرګیو څخه بتان جوړ کړي او بیا معبود ورته وايي، داچي ددوی معبودان نه حرکت کولای سي ، نه خوراک او نه څیښاک، نو معبودان یې دومرې کمزورې دي نو ځکه دوی وايي چي ملائیکي به څومرې زور ولري؟
حال داچي دوی دالله جل جلاله د یوه ذات په طاقت نه دی خبر، نو ځکه یې په ملائیکو هم نه دی خبر.
له عزراییل د مخه د عزراییل د خالق د قدرت یادونه وکړو ، هغه لوی ذات عزراییل ع او یا نوری ملایکی د یو اسباب او وسیلی په ډول کاروی چه د الله ج ټولی کړنی او ارادی سیستماتیک ډول لری يعنی په اسبابو او وسایلو یی متکی کړی که نه د هغه په یو [ کــــــــــــــــــــــن فیکـــــــــــــن ] هر څه تر سره کیږی ملایکو ته هم اړه نه لیدل کیږی هغه ذات چه دغه کاینات چه مونږ ته نزدی قرار لری او د هغوی په شان نامعلومه او نا محدود نور هم شته ، هغه به پریږدو که همدا… نور لوستل »
استادالحاج بیانزی صاحب ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وایم اودالله ج…ددرباره سخه قبولی طاعات درته غوارم اوصحت اوسلامتی درته غوارم چه همیشه په خپل روز مره اومرکشی بریالی اوسی انشاالله وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ….
احمد صباح وروره سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! ستاسی له تشویقولو ، مهربانیو او دعاګانو ډیره مننه کوم ، الله ج دی ستاسی دعا ګانی قبولی کړی او په شریکه به دعا وکړو چه الله ج زمونږ د مظلوم اولس ، اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت سره غیبی مرستی وکړی او له دی انسان په جامه کی شیطانانو او غوښی خوړونکو حیواناتو یی وژغوری او مونږ ته توفیق راکړی چه د الله ج په زمکه الهی نظام نافذ او پیاده کړو چه له امله یی مظلوم بشریت له استثمار او غلامیو وژغوری او بشریت ته سرتاسری سوله… نور لوستل »