افغانستان

نورستان ته به تر ډیره ټاکنیز مواد ونه رسیږي

نورستان چې په ژمي موسم کي یی د زیاتو سیمو لاري د واوري بي ساری ورښت له امله بندی وي  تر ډیره به یاد ولایت ته ټاکنیز مواد ونه رسیږي.

د نورستان د ټاکنو ریاست وايي چې تر اوسه د واورو ورښت له امله د زیاتو سیمو لاری تړل شوي  او دوی نه دي توانیدلي تر څو ټاکنیز مواد یاد ولایت ته ورسوي.

د نورستان د ټاکنو ولایتی دفتر مسول عزت الله وايي چې د واورو ورښت او په یو شمیر سیمو کي نا امني ددی سبب شوي تر څو دوي د ټاکنو ریاست ته د موادو د انتقال او نورو برخو په کارونو کي نیمګړتیا رامنځته کړي.

نوموړی وایي چې که ټاکنیزو مرکزونو ته تړل شوي لاری پرانستل شي دوي کولای شي تر څو ټاکنیز مواد انتقال کړي.

بل پلو د هیواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي چې دوی هڅې رواني دي تر څو نورستان ټولو ټاکنیزو مرکزونو ته ټاکنیز او نور اړوند مواد ولیږل شي.

د یادولو وړ ده چې نورستان په شاوخوا ۱۰۰ ټاکنیزو مرکزونو څخه به يی په شلو مرکزونو کي د نا امنۍ له امله ټاکني ترسره نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x