دیني، سیرت او تاریخ

د روژې فقه ((۵ برخه))

عبدالغفار جُبیر
۶: سوال: په روژه ځیني خویندې د حیض (میاشتنی ناروغي) د کانترول لپاره په روژه کي دارو درمل خوري چي ناروغي یې بنده او روژه ونیسي په شریعت کي یې حکم څه دی؟
ځواب: د حیض (میاشتانه ناروغۍ) بندول په شریعت کي هیڅ پروا نلري خو یو شرط دا پکښې دی چي دغه دارو درمل چي د حیض د کانترول لپاره استعمالیږي باید د ښځې و صحت ته تاوان و نه رسوي.
(آپ کې مسایل اُور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۷۸)

۷: سوال: که چیري یوه ښځه دداسی اوبو څخه تیریږي چي ددې تر نامه پوری ورسیږي ایا روژه یې ماته ده که یا؟
ځواب: که چیري اوبه داخلي نشی روژه یې نه ده ماته.
(خیر الفتاوی ټوک: ۴، پاڼه: ۶۷)

۸: سوال: په انهیلر سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب: د انهیلر پمپ د استعمال له کبله روژه ماتیږي، که د یوچا روژه وه او ډیر مجبوره شو نو انهیلر دي استعمال کړي روژه یې ماته ده، قضاء یې شته او کفاره یې نشته، او که د یو چا ژوند بیله انهیلره ممکن نه وو نو روژه دي نه نیسي او فدیه دي ورکوي.
یادونه: انهیلر – ودې ته د نفس تنګۍ چلم یا پمپ وايي، د هغه چا چي نفس تنګي کیږي ډاکتران دغه ورکوي او هغه ناروغه یې کشوي.
(فتاوی حقانیه ټوک: ۴، پاڼه: ۱۷۰)

۹: سوال: که چیري یو څوک د ډیرې تندي څخه روژه ماته نکړي او مړ شی ددې حکم په شریعت کي څنګه دی؟
ایا ده ځان وژنه وکړه؟
ایا دده جنازه باید وشي که یا؟
ځواب: که چیري د یوه چا روژه وي او ډیر تږی شي او د مرګ بیره وي نو ده ته اجازت شته چي روژه ماته کړي او که چیري یې روژه ماته نکړه او وفات شو نو دغه ځان وژنه نه ده، پر دغه به هم الله اجر او ثواب ورکوي، باید کفن ورکول شی او جنازه یې وشي، ودې کس ته ځان وژونکی ویل دا جهالت دی.
(خیرا لفتاوی ټوک: ۴، پاڼه: ۴۲، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک:۶ پاڼه: ۲۷۷)
۱۰: سوال: که چیري و سترګو ته دوا واچول شی روژه په ماتیږي که یا؟
ځواب: که چیري په روژه کي و سترګو ته دارو درمل واچول شی هیڅ پروا نلري روژه یې صحیح ده.
(فتاوی عالمګیری ټوک:۱ پاڼه: ۱۹۰، فتاوی ماجدیه ټوک: ۲، پاڼه: ۲۰۳، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۲۵۸)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x