
کابل: د پولیسو په ډزو اته تنه لاریون کوونکي ټپيان او ۳ تنه وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په کابل ښار کې د وروستی چاودنې د غندلو په موخه را ټول شویو لاریون کوونکو ډزي کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او شاوخوا ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
لاریون کوونکي د کابل ښار د زنبق څلور لاري په ساحه کې را ټول شوي وه او همدلته یې د جمعې لمونځ ادا کړ، خو وروسته چې د ولسمشریزي ماڼۍ پر لوري حرکت وکړ، د پولیسو له لوري باندي اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو او هم مخامخ ډزې وشوې، چې له امله یې تر اوسه ۳ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.په وژل شویو کسانو کې د مشرانو جګرې د لومړي مرستیال «محمد عالم یزدیار» زوی «سالم ایزدیار» هم وژل شوی دی.
لاریون کوونکو که څه هم د داعش، طالبانو او حقاني شبکې پر ضد شعارونه ورکول خو د وروستی خونړۍ چاودنې مسؤولیت یې د ګډحکومت پر مشرانو اچوی چې په وینا یې نه حکومت په سمه توګه کولای شي او نه هم امنیت نیولای شي.
یوې بلي خبري سرچیني ویلي چې تر اوسه په لاریون کوونکي ۷ تنه مړه او ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
باید وویل شي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ سهار اته بجې شاوخوا د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د المان سفارت سره نیژدې چاودنه وشوه چې له امله یې قریب ۱۰۰ تنه مړه او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپيان شول.
د برید مسؤولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې پېښه غندلې ده.
تاسی سه کوی چه دمرغان چی پر خوا ورروان یاست هلته خو شوغالانی دی هغه موخوری موهم اوداری موهم اوحتی مرگ هم تاسی نه پوهیژی ای دکابل خلقو چه دا دچاروزلشوی دی دادسترجهانی خونخالیوه روزلی دی پام چه لاس ورنه وری کمو لاس هر یوه شوغال ته وروری اویامومرکی پام چه دالر تری توییژی سترخونخوار لیوه همداسی مزدوران روزی چه خپل مظلوملت په وه خوری اویائ په داسی فجیع توگه وه وژنی لکه دغه دی تانکر چاوه نه …
عمدا مي غوشتل خداي پاک دی دا ټول اولس ورته پورته کړي چي دا فاسدين اعدام او صليبي ماګري ئ وشړي
د کابل غلامانو ، بی غیرتانو افرین افرین او سل افرین !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! هغه څوک چه مظلوم اولس وژنی ، د دی به ځای چه هغه شناسایی او مناسبه سزا ور واوروی . واپس په سرو وینو کی لت پت مظلوم اولس وژنۍ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ هغه څوک چه میرمنی مو له تاسو ساتی او ځانو ته یی خپلی کړی ، که یی په خپلو سترګو هم ووینی د قضای مصونیت له مخی هغوی چه هر څه کول غواړی خپلواکی لری . د هغوی په مقابل کی دفاع څه چه د دفاع خیال هم نشی لرلی . مګر مظلوم اولس وژلو ته خوری تڼۍ… نور لوستل »