افغانستان

طالبانو په لوګر کې د دوی په خلاف د پاڅون راپور په کلکه رد کړ

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند د هغو راپورونو په ځواب کې، چې ګواکې په لوګر کې سلګونو خلکو د دوی پر ضد پاڅون کړی؛ راپورته شوي خلک پاڅون کوونکي نه بلکي د حکومت له لوري ګومارل شوي اربکیان وبلل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په چلتن سېمه یو شمېر اربکيان چې د ده په خبره شمېر یې له شلو تنو څخه نه اوړي د لوګر د والي په لارښونه، اکمال او هڅونه را پاڅېدلي وبلل.
د نوموړي په وینا حکومتي چارواکي غواړې په دې توګه غواړې ځان په سېمه کې ځواکمن معرفي کړي او له دې کار څخه مطبوعاتي استفاده وکړې.
نوموړی په لوګر کې د دوی په خلاف د خلکو را پورته کېدل او پاڅون په ټینګه رد کړی او زیاتوي چې له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو سېمو کې پر دندو ګومارل شویو اربکیانو باندې د پاڅون کوونکو نومونه ايښودل شوي، چې بیا وروسته ټولو خلکو ته جوته شوې، چې دا خلک پاڅون کوونکي نه، بلکي د کابل د امنیتي تشکیلاتو په اډانه کې موظف شوي اربکیان دي.
ښاغلي مجاهد په ډاګه کړې،چې افغان مسلمان ملت به هيڅکله هم دخپلو ديني لارښودو، علماؤو، طالبانو او مجاهدینو په ضد ونه دريږي او دکفر په پلوۍ به د جعلي ډرامو برخه نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x