ټولنیزه برخه

د پلاري کولو لپاره پنځه اړین ټکي

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ له ټیټو عمرونو څخه یې پیل کړئ :

د خپلې مېرمنې د امیندوارۍ له دورې څخه پلاري کول پیل کړئ، د خپل ماشوم له پاره د خپلو هیلو په اړه وغږېږئ او د ماشوم د زېږون پرمهال حضور ولرئ . له هماغه پیل څخه له ماشوم څخه په ساتنه او پالنه کې ګډون وکړئ . دا وخت د اړیکې د رامنځته کېدو له پاره ډېر مهم دی .

له ماشوم څخه ساتنه او پالنه ستاسو د بدن په هورمونونو باندې اغېزه کوي او ستاسو د ژوند لومړیتوبونو ته بدلون ورکوي، نو پام مو وي، هغه پلرونه چې له جسمي پلوه په خپل ماشوم باندې پام کوي، د هغوی له خوا جذبېږي او له هغوی سره همغږي کېږي .

سړي کولای شي، په نیمه شپه کې د نوی زېږېدلي ماشوم په بیا ویده کولو کې مهارت پیدا کړي، په غېږ کې نیول او په لاره تلل، د هغوی ورو ښورول، ورو سندرې ویل، یا بل هر ګټور کار . ځانته اجازه مه ورکوئ، چې د ماشوم په اړه بې لاسه او بې پښو واوسئ، دې کارته دوام ورکړئ .

له خپلې مېرمنې او نورو تجربه لرونکو دوستانو څخه مرسته وغواړئ او په خپلو وړتیاوو باندې وویاړئ، حتا که چېرې شخصي دنده لرئ، د اوونۍ وروستۍ یانې د رخصتۍ ورځې مو خپل ماشوم ته ځانګړې کړئ . له دوه کلنۍ وروسته، له خپلې مېرمنې څخه وغواړئ، چې د اوونۍ وروستۍ یانې د رخصتي ورځ مېلمستیاوو ته لاړه شي او تاسو له نوي په پښو راغلي ماشوم سره یوازې پرېږدي .

 

۲ ـــ وخت ولګوئ :

دا امر ډېر زیات مهم دی، پام مو وي، چې دا جمله د پلرونو له پاره ډېره زیاته مهمه ده : که چېرې تل پنځه پنځوس یا شپېته ساعته کار کوئ، نو د پوه پلار په توګه سم کار نه کوئ .

پلرونه باید په وخت سره کور ته راشي، ترڅو له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړي، له یوبل سره وخاندي، روزنه ورکړي او هغوی وتخنوي، ډېر بوخت ژوند د کورنۍ دښمن دی.

۳ ـــ خپل احساسات څرګند کړئ :

د خپلو ماشومانو د لویېدو تر وخته، کولای شئ، هغوی په غېږ کې ونیسئ، وې تخنوئ او له یوبل سره کښتۍ ونیسئ، نرم او آسانه کارونه ترسره کړئ، خپلو ماشومانو ته ووایئ، چې څومره ښه، ښکلي، خلاق او ځیرک دي . که چېرې ستاسو والدینو، خپل احساسات نه وای څرګند کړي، نو تاسو اړ وئ، چې زده کړي مو وای . ځینې سړي وېرېږي، که چېرې خپل زامن په غېږ کې ونیسي، نو هغوی به په راتلونکې کې هم جنس بازان شي . دا ډول نه ده، په حقیقت کې د دې مسئلې برعکس رښتینولي ده .

۴ ـــ سخت نیونه ( سخت ګیري ) مه کوئ :

د خپلو ماشومانو ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ، که چېرې د هغو ترڅنګ یاستئ، ترڅو کومه تېروتنه ونه کړي، یا په هغو باندې حاکمیت وچلوئ، نو پوه شئ، چې دا اوسېدل مو له لوړ او غوره کیفیت څخه برخمن نه دی، ځکه کیفیت یا په بل عبارت د حضور څرنګوالی ډېر ارزښتمن دی .

هغه فعالیتونه یا کړنې تجربه کړئ، چې دواړه ترې خوند اخلئ . د خپل ماشوم له اوږو څخه د بریالي کېدو له پاره فشار لرې کړئ، خو ټینګار وکړئ، چې د کور په چارو کې ګډون وکړي، هغوی ته اجازه ورکړئ، چې په یوه یا دوو ورزشونو یا کړنو کې ګډون وکړي، په هغو صورت کې چې وخت ولري، ترڅو واوسي . په بیړه شاوخوا منډې وهل پرېږدئ او پلی مزل کول، لوبو او خبرو اترو ته وخت ځانګړی کړئ، هېڅ فعالیت له کچې زیات چې یوه بوختیا وي، مه رقابتي کوئ، په پرله پسې او دوام داره توګه په هرڅه باندې چې پوهېږئ، نو ماشومانو ته یې ور زده کړئ .

۵ ـــ مسؤولیت منونکي واوسئ :

ځینې ننني پلرونه، آسانه نیونکي او ښه وخت تېرونکي پلرونه دي، چې ټولې ستونزې د خپل ژوند د شریک په غاړه ور اچوي . د تصمیمونو په نیولو کې ګډون وکړئ، د خپلو ماشومانو د ښوونځي او د کور په ستونزو باندې څارنه وکړئ . له نرمو او ملایمو انضباطي، خو مشخصو تګلارو څخه ګټه واخلئ . ماشوم ته وهل او ټکول مه ورکوئ، د کوچنیو ماشومانو له پاره محدودیتونه په پام کې ونیسئ، نورو ته په درنښت کولو باندې ټینګار وکړئ او خپله مو یو د ماشومانو غوندې چلند مه کوئ .

د هغوی خبرو ته غوږ ونیسئ او احساساتو ته یې ارزښت ورکړئ، د روزنې د بشپړې طرحې په اړه له خپل مېرمنې سره خبرې وکړئ . په ټوله کې څنګه پرمخ لاړو شو؟ کوم بدلونونه باید را منځته کړو ؟ د یوه ډله ایز کار په توګه روزنه کولای شي، ستاسو او د مېرمنې ترمنځ مو د یوې نوې اړیکې پیوند را منځته کړي .

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x