نړۍ

يمن په شپږو ایالتونو ويشل کيږي

 

يمني رسنيو ويلي چې پرون دوشنبه د حكومت لخوا داسې اعلان وشو چې، يمني جمهوريت به د شپږو ايتلافي ايالتونو يو اتحادي حکومت وي. د يمن رسمي اژانس “سبأ” ويلي چې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي په مشرۍ يوې غونډه کې دغه فيصله وشوه. په دغه غونډه کې ټول ګډونوال په دې سلا شول چې، يمن بايد په شپږو ايتلافي ايالتونو و ويشل شي.

په غونډه کې د يمن د ويش لپاره يو کميسون هم وټاکل شو چې، دغه پروسه په عملي توګه پيل کړي.

په کميسون کې فيصله شوې چې، المهرة، حضر موت، شبوة او سقطري به د “حضر موت” په نوم يو ايالت وي. او پلازمينه به يې “المكلا” وي.
دوهم ايالت به الجوف، مأرب او البيضاء چې پلازمينه به يې “سبأ” او د ايالت نوم به هم “سبأ” وي.
درېيم ايالت به عدن، أبين، لحج، الضالع چې د ايالت نوم به “عدن” وي او پلازمينه به يې هم “عدن” وي.
څلورم ايالت به تعز او إب وي؛ چې د ايالت نوم به “الجند” وي او پلازمينه به يې “تعز” وي. پنځم ايالت به صعدة، صنعاء، عمران او ذمار وي. نوم به يې “أزال” أيالت وي او پلازمينه به يې “صنعاء” وي.

 

شپږم ايالت به الحديدة، ريمة، المحويت او حجة وي. چې نوم به يې “تهامة” وي او پلازمينه به يې “الحديدة” وي. د يمن رسمي آژانس “سبأ” ويلي چې دغه ويش او تقسيم د کميسون د غړيو د رايو او مشورو په اتفاق شوی دی. د اعلان په داسې وخت کې شوی چې، يوشمېر ډلې او ګوندونه د دې ويش مخالف دي.

د “حرکة انصارالله” ډلې وياند محمد عبدالسلام “الحيات” ورځپاڼې ته ويلي چې، د دوی ګوند دغه پريکړ نه ده تصويب کړې او په همدې غونډه کې يې ورسره خپل مخالفت اعلان کړی دی. عبدالسلام زياتوي چې دغه تقسيم د جنوبي یمن ستونزې نشي حل کولای، بلکې دا د ولسمشر عبد ربه يوه سياسي ارزو ده چې د يمن د ټولو کشالو حل نلري.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x