دیني، سیرت او تاریخ

ولې روژه يو ځای غټه بل ځای کوچنۍ ده؟

د محلدینو دسوال په ځواب کي

سوال: عربو چې روژه فرضول، جغرافیایی معلومات یې تر اندازې کم وه چې په دې لا نه پوهیدل چې د جهان یوه نقطه کې ورځ ۲۰ ساعته او په بل ځای کې ۱۱ ساعته ده. دا به هیڅ د عقل خاوند و نه مني چې ۲۰ ساعته نه د اوبو چښل نه خوراک کول دې سرترسره خرافات نه وي.
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: سوال دي غلط کړیدی، عربو روژه نه ده فرض کړې، دټولو کایناتو پیدا کونکی چي ورته الله جل جلاله وايي هغه روژه فرض کړیده.

۲: الله جل جلاله چي روژه فرضول په هرڅه پوهیږي، والله جل جلاله ته معلومه وه، چي یو ځای به روژه ۲۱ ساعته وي، بل ځای به روژه ۱۵ ساعته وي ا و بل ځای به روژه ۱۱ ساعته وي، همدغه الله جل جلاله چي روژه فرض کړیده ، همدغه الله جل جلاله بیا ودغو بندګانو ته دومری توفیق او توان هم ورکوي چي دغه اوږده روژه ۲۱ساعته ونیسي.

۳: دغه روژه تل په یوه ځای کي ۲۱ ساعته نه وي، وتاسوته معلومیږي چي کله دمځکې پر نیمې کُرې باندي ژمی وي پر نیمې کُرې یې دوبی وي او کله چي بیا پردغه نیمه کُره یې دوبی وي بیاپر بله نیمه کُره ژمی ورباندي راشي، نو دا دالله نظام دی، او دا دالله عدل دی.

۴: دغه روژه چي هر څو ساعته ده، داهیڅ خرافات نه ده بلکې دا تقوا ده، دا روژه عفت ده، داروژه صحت ده، دا روژه د ټولو روحي او بدني ناروغیو درملنه ده، دا روژه دګناهونو دمعافۍ میاشت ده، والله ته د نژې والی میاشت ده، که په لنډ ډول سره درته ووایم دغه روژه ددغو لاندنیو ناروغیو پوره درملنه ده:
د لوړ فشار لپاره، د معدې دتیزابو لپاره، دهاضمیې دټوله نظام لپاره، دزړه دتقویې لپاره، دوینې دکولسترول دکانترول لپاره، دوینې دشوګر دکانترول لپاره، داعصابو لپاره، دچاغښت دمخنیوي لپاره، دوینه د کمبود لپاره، دسترګو ددید لپاره، دپښتورګو دتقویې لپاره، دفزیو لوجیکی استراحت لپاره، دماغي سکون لپاره، دسر درد لپاره، دنشیي توکو دپريښولو لپاره، په انسان کي دکار حوصله پیداکوي، د (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین دکانترول لپاره، د مزمنو ناروغیو (Chronic Disease) لپاره، احساسات او جذبات کنترولوي، دستونی، غوږ او پزې دناروغیو لپاره، د ینې (ځیګر) دنارغۍ لپاره، ټولې پېچلې ناروغۍ (Complicated Diseases) هم ختموي، دانسان دبدن اضافه حجرې له منځه وړي، دانسولینو لپاره، د الرجی (حساسیت ) لپاره، دبې اولادۍ لپاره، د سرطان دکانترول لپاره، دبدن دداخلی زخمونو لپاره، دبدن دزهرو (ټاکسین) لپاره او داسی نورو بې شمارو ناروغیو پوره درملنه ده.

۵: دروژې په هکله د نړیوالو وتلو ډاکترانو څرګندونې:
د روژې په هکله د څو نړېوالو وتلو ډاکټرانو ويناوې
ډاکټر ډی جکټ (Dr.D.Ject) د روژې په هکله وایی:
روژه نیول ټولې ناورغۍ له منځه وړي.
ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) د روژې په هکله وایی:
روژه ټولو ظاهري او باطني نارغیو ته د پای ټکی ږدي.
پروفيسر افيشن (Professor Afession) وایی:
روژه د معدې، یېنې (ځیګر) او د زیات خوراک د کنترول لپاره، بهترینه نسخه ده.
پروفيسر ډاکټر ايم۔ ډي کېنيارډ (Professor Dr. M.D Kenyard) وایي:
روژه په واقعیت کې یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چې هیڅوک ورڅخه سترګې نشي پټولای.
پروفيسر کلارک(Professor Klaork) وایی:
روژه زما روغتیا، ژوند او خوښي ده، چې هیڅ چاره ورڅخه نلرم.
پروفيسر سی۔ ايس جونز (Professor C. S Jones) وایی:

زما د مشاهداتو او څېړنو مطابق روژه نیول د یوه انسان لپاره اړینه او حیاتی ده، ځکه هر انسان باید کم تر کم په هره میاشت کې روژه ونیسي، که په هره میاشت کې نه وي، نو په دوو میاشتو کې باید له یوې ورځې څخه تر دریو ورځو پورې ونیسی او زما د تجربو په اساس، روژه نیول د هر انسان یوه فطري او طبعي اړتیا او ضرورت دی۔
(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)

۶: داچي ته لومړی خدای نه منې نوځکه دخدای وټولو احکامو ته په مشکوکو عینکو کي ګورې، الله جل جلاله چي څه حکم کړیدی، په هغه کي ضرور هم ددنیا او هم داخرت ښې ګڼې شتون لري، په اسلام کي هیڅ داسی یو کوچنی حکم نشته چي دنیوي او اخروي ګټه دي نلري، داچي ستاسو پر زړونو، دماغونو او فکرنو باندي دجهل پرده غوړیدلې ده نو ځکه وتور ته سپین او سپین ته تور وایاست او حق نه ويني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x