دیني، سیرت او تاریخ

روژه! درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت«دريمه برخه»

احمد الله عاطفي

دروژې دفرضیدو حکم

روژه دهجرت په دویم کال دشعبان په میاشت کې فرض شوه، خو دټاکلي ورځ په اړوند ئې دروایتونو اختلاف دی،دځینو بزرګانو په قول دشعبان لس ورځې تیرې شوي وي بیا نور وائې چې دوه شپې تیري شوي وي،چې روژه فرض شوه.والله اعلم

اتفاقي قول : روژه وروسته له هغه چې قبله دبیت المقدس نه دبیت الله په لور وګر ځول شوه ، چی دهجرت نه شاوخوا اتلس میاشتی تیری شوی وې فرض شوه.
دفرضیت دقیقه ورځ يې نه ده څرګنده خودا معلومه ده چې دهجرت په دویم کال دشعبان میاشتی په اوله لسیزه کې دروژی دفر ضیت حکم نازل شوی دی.

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. (البقره: ۱۸۳)

اې مؤمنانو! پر تاسو روژه داسي فرض كړى شوې لكه تر تاسو پرمخكنيو چي فرض كړى شوې وه، د دې لپاره چي تقوى مو په برخه شي.

الله سبحانهُ وتعالی دروژی دفرضیت لمړنی حکم نازل کړ او لار ښوونه يې وکړه چې روژه په وړاندنیو امتونو هم فرض کړای شوې وه په تاسو هم فرض کړای شوه چې دروژی په نیولو تاسی کې دتقوی عنصر پیاوړی شي.

الله سبحانهُ وتعلی په دی لنډکلام(تتقون) کې دومره ستر حکمت پروت دی چې دلیکلو له توانه بهر دی،بلکه روژه دتقوی دتر لاسه کولو کې پراخه ونډه لری له همدی لامله، الله جل جلاله په وړاندنیو امتونو روژه هم دپیرزوینی لامله فرض کړي وه.

که څوک غواړی په دی هکله زیات معلو مات تر لاسه کړی د نني عصر مفسر قران، لیکنی(مسلمانان ولي دروژې په نیولو مکلف شوي؟) ته مراجعه وکړی.

په شرعي لحاظ دروژي حکم: روژه په قطعي دلیل ( قرأن او حدیث) چې هیڅ شک او شبهه پکې نشته، ثابت او داسلامي امت پرې اجماع دی، نیول ئې ثواب پرته له عذره خوړل ئې ستره ګناه او منکر ئې کافر دی.

درمضان میاشت له فرضیدو وړاندي روژي

درمضان میاشت دروژې له فرضیدو وړاندي،په مکه او مدینه کې،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ځانګړي ورځي ، عاشورا اوایام البیض روژې نیولي.
په لمړي سر کې ،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مسلمانانو ته دعاشورا ورځ او همدا رازپه هره میاشت کې د دري ورځو( ایام البیض چې درڼا ورځوڅخه عبارت دي چې د لمر ختو سره ورځ روښانه او دلمر ډوبیدو سره شپه په سپوږمۍ رڼا وي،چې دا ورځي دقمری میاشتې دیار لسمې، څوار لسمې او پنځلسمې نیټو ته وايې) روژو نیولو آمر کړی و.

دعاشورا (دمحرم لسمه نیټه) دمکې مشرکینو او ایام البیض روژی په ځینو پخوانیو ادیانو او مذاهبو کي هم دود وي.

یهودانو دعاشورا ورځ په بشپړ درناوي او تاکید سره نیوله

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) هم دعاشورا ورځ تر هغې نیوله چې کله ئې په مدینه منوره کې یهودان ولیدل دعاشورا ورځ روژه نیسي ، دیهودانو دعبادت څرنګوالي توپیر په بنأ ئې وفرمائیل: که ژوند بقا وکړه زه به کال ته دعاشورا ورځ سره یوه بله ورځ هم روژه نیسم،چې زمونږ روژه دوه ورځې شي او دیهودانو سره توپیر وکړي.
دروایتونو په بنأ حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دعاشورا ورځي سره نهمه یا یوولسمه ورځ پیوسته کولو سپارښتنه کړي .

دایام البیض روژو دفرضیت په اړوند دایمه کرامو او مفسرینواختلاف دی، امام ابو حنیفه او یو شمیر مفسرین، محدثین او علما(رحمهم الله) رایه دی چې د عاشورا اوایام البیض روژي په مکه کې فرض شوې وي ،چې د رمضان روژو د فرضیت حکم سره ئې فرضیت منسوخ شو او دسنت درجه ئې پرځای پاته دی.

امام شافعي او یو شمیر نور ملګري(رحمهم الله) فر مايې : درمضان دروژو فرضیت له حکمه وړاندي په محمدي امت هیڅ ډول روژې فرض نه وي بلکه سنت و اوس هم سنت دي.
والله اعلم.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x