اسلامي امت به نور هم ټوټه ټوټه شي!

ابو یاسر افغان

کله چې د تاریخ پاڼې اړوو او بیا د اسلامي تاریخ باب له نظره تېروو، نو سترګې مو له اوښکو را ډکې شي، ځکه چې موږ د خپلو اسلافو او مشرانو د ویاړونو ډکې کارنامې، بریاوې، ویښ غورځنګونه او سرښندنې لولو، تر څنګ یې د نن دور ذلت او شاتګ ګورو، نو راته جوته شي، چې موږ څومره د خپل حقیقي مسیر نه په بله خوا تللي یو.

یو وخت ؤ چې د قیصر او کسری د پاچاهانو د برخلیک پریکړې به د مدینې منورې د نبوي مسجد په خټین غولي او زاړه پوزي ناست د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه او د هغه د مشاورینو لخوا کېدې او یو وخت دی چې د اسلامي نړۍ د برخلیک پرېکړه یا خو د ملګرو ملتونو د امنیت شوری په نوم د یهودي او صلیبي لوی اتحاد په مرکز او یا هم د سپیني ماڼۍ په تالار کې د ناستو صلیبي حرامیانو لخوا کیږي!! هوکې د ذلت دې کندې ته موږ پخپله ځانونه غورځولي دي، دا چې نه یو واحد قیادت لرو، نه یو واحد مرکزیت او نه یې هم د رامنځته کولو فکر او اراده، نو همدغه سببونه دي چې له اسلامي امت نه د پسونو رمه جوړه شوې او صلیبي+یهودي+تش په نوم مسلمان لېوان پرې ور ګډ دي، مجاز شته که څوک د دغو لېوانو د مخنیوي فکر هم وکړي!! راځو دې ته چې ولې موږ دغه حالت ته راغلو چې آن د خپل حق پوښتنه هم نه شو کولې، د دغه حالت سببونه شاید زیات وي، خو تر ټولو مهم هغه یې د اتفاق او اتحاد نشتوالې، د جهاد سره د علاقې نشتوالې، د کفارو لخوا د جهاد د بدناموونکو ډلو ټپلو رامنځته کول، د مادیاتو سره د مسلمانانو بې کچې مینه او په تېره دا چې د مرګ څخه د مسلمان ځوان ډار او ترهه؛ متل دی چې وایي: د ګیدړ له سل کاله ژوند څخه د زمري یوه ورځ ژوند بهتره دی!! نن موږ له ځانه ګیدړان جوړ کړي او بالمقابل مو ګیدړ ډوله یهودو ته د زمري کېدو چانس ورکړی، تر څو چې موږ له مرګه ډاریږو، حالت به نور هم بدتر شي، تر څو چې موږ د ژوند سکون په مادیاتو کې لټوو، نور به هم ټوټه ټوټه او ذلت سره مخ شو، تر څو چې د مجازي نړۍ په لهو لعب مصروف یو، نور به هم د یهودي او صلیبي توطیو ښکار یو، غم به مو کم نه شي، حالت به مو مثبت تغیر ونکړي، پرمختګ به ونکړو او د یوه واحد زعامت او قیادت نه به همداسې محروم پاتې یو.

که موږ د خپلو اسلافو تاریخ ولولو، د هغوی تګلاره تعقیب او خپل نوي نسل ته د آزادۍ، خپلواکۍ او زړورتیا فکري روزنه ورکړو، نو لرې نه ده چې یو انقلاب به رامنځته شي، د یهودو طلسم به مات او اسلامي امت به د ذلت له موجوده ګردابه راووځي، دا اوس چې په اسلامي نړۍ کې د غرب لخوا د انتخاباتو په نوم کومې ډرامې ترسره کېږي او بیا له دې لارې هغه څوک واک ته رسول کیږي، چې په غرب کې روزل شوي، کاملاًُ له اسلامي فکر نه خلاص او د غرب ګټو ته وفادار دي، دا حالت که دوام وکړي، نو زموږ ذلت به نور هم دوام وکړي، نور به هم د غرب د شیطاني دسیسو قرباني کیږو، ښه خبره داده چې د اروپا او امریکا له غلامۍ د خلاصون فکر وکړو او د خپل تېر تاریخي برم د لاس ته راوړلو لپاره د بنیانُ مَّرصُوْص مصداق وګرځو یعني د جهاد په لاره کې نه ماتېدونکي صفونه جوړ کړو، د یو والي په رسۍ سره ونښلو، د الله جل جلاله حقیقي او پاکې میني ته په مجازي مینه برتري ورکړو، د خپل منځي دښمنیو څخه تېر شو، د خپلو ټوپکونو شپېلۍ او د قلمونو څوکي د یهودي او نصراني یرغلګرو په لور کړو او د نړیوال اسلامي نظام د راتګ لپاره نه ستړی کېدونکي مبارزه وکړو، امید شته چې الله جل جلاله به مو د نور ذلت نه وساتي او حالت به مو مثبت لوري ته بدل شي.

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هيله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د