نظــر

له چارواکو د امن راوستلو تمه مه کوئ

محمود حقانی
د هيوادونو بريا، بقا او د هغوی خونديتوب امنيتي او نظامي ارګانونو پورې تړلی وي. کومو هيوادونو چې په سيمه کې ځانګړی مقام ترلاسه کړی او مشارٌالیه بالبنان ګرځيدلي نو هغوی په دغو سکتورنو کې تشې نلري بلکې هغوی خپلواک، له هر راز سیاسون پاک او قاطعې ادارې دي او کله چې هم کوم هيواد کې لويې غميزې رامنځ ته کيږي نو لومړني مسئولين يې همدغه ارګانونه وي که چېرې دوى په خپله وظيفه کې ناغيړي کړي وي نو خپل وجدان يې ملامتوي او بې له کوم فشار نه استعفا وړاندې کوي او که دوى خپل مسئوليت تر خپل توان پورې سر ته رسولاى وي نو بيا ولس ته موٙجّه او عقل ته د منلو وړ ځوابونه وړاندې کوي، خو چې کله هم دغو ادارو کې نااهله او بې کفايته کړۍ ورګډې شوې وي ” که هغه بيا د رشوت له لارې وي او که د قوميت” او يا له سياست سره ګډ شوې وي نو بيا د دغه هيواد کښتۍ په ډوبېدو وي او چېرې به هم د بريا په لور ګامزنه نشي، له بده مرغه کټ مټ دغه حالت زموږ د وطن هم دى په لوړو امنيتي څوکيو يې ماشومان، له خپل مسلک نه ناخبره او بې تجربې ځوانان کېنولي چې هيڅكله به هم زموږ د رنځور هيواد درمل نشي او ددوى ناغېړي دومره اوج ته رسېدلې چې په وظيفه کې ولاړ موبيل په لاس يا به له کومې معشوقې سره په خبرو بوخت وي او يا به فيسبوک ښکته پورته کوي، او مشران يې لا دومره بې ضميره چې نه د ملت د خونديتوب احساس لري او نه د هيواد ساتنې، د بې شرمئ او بې حسئ حد لا دومره چې کله داسې بدې او لويې فاجعې رامنځ ته شي نو بيا ټول په يوه خوله لګيا وي چې په دې خو يې نه وه ليکلي چې انفجاري مواد دي پکې. کور دې د ميردين جومات شه مور دې بوره شه ستا مسئوليت بيا څه دى او تنخوا د څه اخلې چې دومره درنه او اړينه وظيفه نشې اجرا کولاى.
اصلاً دغه ډول سترو پېښو کې همدا بې تفاوته او بدبينه امنيتي مشران ښکيل وي ددوى ټول فکر مادياتو لاس ته راوړنو پسې وي چې څرنګه ورته امر وشي او ددوى ګټې ورکې خوندي وي نو وار د مخه يې په دې بدبخته ولس پلي کوي او دې ته ګوته په غاښ کېدل هم نه دي پکار ځكه د تېر په څېر دوى د داسې کړنو عاملين دي. جنرال ګيري شرون پخپل کتاب کې ليکي، ما “ريک، چې د سي آى اى يو غښتلى جنرال و” جنرال بسم الله خان ته وويل چې د امريكې په بمبارۍ کې خو به ستاسې خلکو ته هم مرګ ژوبله رسيږي، جنرال په موسکا سره راته وويل زه علاقه لرم چې تاسې دښمن تر سختې بمبارۍ لاندې ونيسئ او که يو څو بمونه زموږ په موقعيتونو ولوېږي نو موږ به دغه ډول مرګ ژوبله له شکايت څخه پرته قبوله کړو، نو دغه زموږ د جنرالانو د ملت سره د خواخوږۍ او د ميني کچه ده.

نو تر څو چې مو امنيتي او نظامي ارګانونو کې پراخه کچې سره بدلون نه وي راغلى او خپلواك او له سياست نه جلا شوي نه وي نو ناشوني ده چې وطن مو د سولې، امن او پرمختګ کوربه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x