نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ۳۴مه برخه

 په لومړي سر کې یې چې کله زه ریاست هفده ته راوستم، په همغه لومړۍ ورځه په جزايي خونه کې ملګرو راته وویل چې هغه لوی خونخوار کمونیست چې په سلهاوو زره عام افغانان یې یا ژوندي تر خاورو لاندې کړل او یا یې نېغ په نېغه په مرمیو سوري سوري کړل! هغه هم همدلته بندي دی!! کله یې چې اوتاوي ته وایستو بیا به یې در وښیو، دلته په اوتاوۍ کې ګرځي، جلا خونه یې ور کړې ده، نورو بندیانو ته د زندان خړې، تنګې، تروشې او پېرړې جامې ور اغوندي، ځینو ته یوازې د شنو جامو اغوستو اجازه شته، خو دې لوی خونخوار کمونیست ته اجازه ده چې هر ډول جامې اغوندې، اغوستی یې شي!

   نور بندیان یوازې د پنجشنبې په ورځ هغه هم هغه بندیان چې تحقیقات یې تکمیل شوي وي، اجازه لري چې د یو څو دقیقو لپاره هغه هم له شیشې اخوا د تلیفون له لارې له خپلو پایوازانو سره خبرې وکړي، خو دې خونخوار ته هر وخت اجازه ده چې کورنۍ یې ورته راشي، په یوه خونه کې ور سره کښېني، بلکې په هفته کې یوه ورځ ده که دوه ورځې، یوه مستقله خونه ور کوي چې له خپلې کورنۍ سره شپه په کې تېره کړي!
   له دې پرته همدلته په زندان کې په خپله خونه کې تلویزیون لري، رادیو لري، تشناب ته هر وخت چې وغواړي تللی شي، په خپله خونه کې ځانته د خپلې خوښې خوراک پخولی شي، له بهر نه یې کورنۍ هم ورته راوړلی شي!

   خو نور بندیان مجبور دي چې همدا د زندان کروانه وخوري، له بهر نه څوک کوم خوراک نه شي ورته راوړی، که یې راوړي هم، یا به یې بېرته له ځان سره وړي، او یا به یې همدلته پرېږدي، مطلب بندي ته په هېڅ صورت نه ور کول کېږي!!!

   ډېری وخت به یې چې کله مونږ اوتاوۍ ته را وایستو، زما به ډېره سودا وه چې دا خونخوار خو مې یو ځل لیدلی وای! ډېر وخت وشو، ومې نه لید، ملګرو به راته ویل چې ستا داسې قسمت دی، دا څو ورځې کله چې مونږ وباسي هغه نه وي.

   بله ورځ یې کله چې اوتاوۍ ته وایستو، که ګورم یو لوی او لوړ  تقریبا عمر خوړلی بوډا چې ږیره یې مونډۍ کړې وه، سپین بخونې پراخې جامې، او لوی شړیدلی تور واسکټ یې اغوستی و، شین سر او شنه ږیره یې وه، په یوه ډډې لکه لیونی اوښ تېز تېز روان و، تر څنګ یې یو ځوانکی باشي ور سره روان و، دی په دري ژبه ورته لګیا وو تېز تېز ګړېدو، یو ملګري راته ویل چې دا اسد الله سروري دی!

   دا هغه کس دی چې د زرهاوو عامو افغانانو په وژلو کې یې لاس درلود، نوموړی د تره کي او امین په وخت کې د کمونیستي استخباراتو چې د روسي استخباراتو یوه برخه وه، رئیس و. اسد الله سروري په ځانګړي ډول د حضرت صاحب خیلو په وژلو کې  لاس درلود، هلته په زندان کې مشهوره وه چې په سروري شل کاله قید ختلی و، چې عمري قید ورته وايي، اوس یې شل کاله پوره شوي، خو بیا هم بندي دی، او دا د صبغت الله مجددي په امر، ځکه هغه ویلي چې دې کس زما کورنۍ وژلې ده، نو باید آزاد نه شي، داسې هم ویل کېدل چې یو ځل یې د آزادیدو لپاره کار پیل شو، ځینو کسانو هڅې کولې چې آزاد یې کړي، خو کله چې صبغت الله خبر شو، مخه یې ونیوله!

   ما ویل صبغت الله مجددي د روسانو ګوډاګی او دخپلو خپلوانو قاتل په زندان کې ساتي، خو اوس یې خپله دامریکې د غلامۍ پړی په غاړه کې اچولی، د ټول افغان ولس له قاتلینو سره یې یارانه جوړه کړې ده! دا که اوس د ده پلرونه ژوندي وای چې ده ته به یې څه ویل! او په آخرت کې به دی کم تر کمه خپلو پلرونو ته په کومو سترګو ګوري؟؟

   دا دي اوس اوس خو یې داسې یوه تاریخي بدنامه کړنه وکړه، چې حضرت صاحب خیل څه چې د ټول افغان ولس، بلکې د نړۍ په کچه د علم او علماوو نوم او نښان یې وشرمول! وايي که امریکایان پاتې نه شي زه له افغانستان څخه هجرت کوم!! سبحان الله! الله مو دې له امتحانه وساتي!
   بیرته راځم د سروري کیسې ته، ما خپله تر پایه نه سم ورته وکتل او نه مې زړه غوښتل چې تر څنګ یې تېر شم او یا ور لنډ شم، که رښتیا ووایم خپل ځان ډېر بد راته ښکاریدو چې مونږ د اشغالګرو په مقابل کې د مقابلې له وجې، او دا خونخوار د لس هاوو زره عامو افغانانو قاتل او د تېرو اشغالګرو ګوډاګی په یوه زندان کې اچول شوي یو! او هغه هم په داسې ډول چې ده ته زمونږ په پرتله ډېر لوړ او لوی امتیازونه ور کول کېږي!

   ځینو ملګرو ویل چې سروري وايي چې دا حکومت ډېر بې عقل حکومت دی، دا دومره په سوونو بندیان یې دلته د څه لپاره اچولي؟ که ما اوس واک درلودی، ما به له دې په سوونو بندیانو څخه ځان خلاص کړی و! یا به مې لکه چرګان حلالول! او دا په هغه صورت کې چې که جرم پرې ثابت وای، او یا به مې خوشي کول، او دا په هغه صورت کې چې که جرم نه وای پرې ثابت شوی! دې حکومت اوس څه شروع کړي، په زرهاوو کسان یې دلته په خونو کې اچولي، نه یې آزادوي اونه یې په سزا رسوي!

   دا خو هغه لومړۍ شپې ورځې وې، داسې وخت راغی چې زه یې هغه دهلیز ته بوتلم په کوم کې چې د اسد الله سروري خونه وه، په دې دهلیز کې تقریبا لس، دولس خونې وې، په هره خونه کې تر دولسو پورې کسان وو، کله به کم شول، کله به آن څوارلس شول، خو د سروري لپاره یوه ځانګړې خونه وه! نور بندیان په په نمجنه سیمټي ځمکه چې یو څو نرۍ نرۍ کمپلې به پرې غوړېدلې وې پرېوتل، خو سروري ته کټ ور کړل شوی و!

   دهلیز ته به چې ور ننوتې، ښي لوري ته لومړۍ د باشیانو خونه وه، دوهمه زمونږ خونه وه، خو کین اړخ ته بیا لومړۍ د سروري خونه وه، دنورو بندیانو خونې به څلورویشت ساعته قلپ وي، خو د سروري خونه څلور ویشت ساعته خلاصه وه، کله کله به یې چې تلویزیون چالان کړی و، آواز به یې زمونږ خونې ته هم راتلو، خو ډېر ټيټ به یې نیولو، ځکه د محبس ادارې نه غوښتل چې نور بندیان خبرونه واوري، یا د بهر له حالاتو نه خبر شي! چې څه تېرېږي او څه پېښېږي؟  

   داسې ویل کېدل چې حکومتي امنیتي چارواکي او همدا ډول د محبس چارواکي له سروري نه وخت پر وخت مشورې اخلي، او د ده له حالت، ناستې پاستې، ګشت او ګزار څخه هم همداسې معلومیده، ځکه چې د محبس ټولو کارکوونکو یې درناوی کولو، او دی به ډېر په یو مغرور او متکبر انداز کې روان و!

   په همدې زندان کې یو بل د ظاهر کوچي په نامه امنیتي چارواکی هم بندي و، ځینو ملګرو ویل چې دا کس د ریاست نود مشر و، کور یې  اوس هم په آلمان کې دی، او دلته د اداري فساد په تور بندي شوی، یوه ورځ زمونږ د خونې نوبت و، حمامونو ته راوتلي وو، که ګورو یو همدا سروري او یو بل کس د پنځسو کلونو په عمر به و، لوړه ونه یې وه، اوږده اوږده ډبل بریتونه یې پرېښې وو، ږیره یې خريیله وه! یو ملګري را ته ویل چې دا ظاهر کوچی دی، چې څه وخت مخکې د ریاست نود رئیس و! کور او بچیان یې اوس هم په آلمان کې دي، دی دلته بندي دی!
  سروري او دا کس چې خلکو د ظاهر کوچي په نامه پېژانده، دواړه به کله کله یو ځای سره ګرځېدل، ځینو ملګرو ویل چې ظاهر کوچي ته یې هم جلا خونه ور کړې ده، او کله کله د سروري خونې ته ورځي، ور سره ناست وي، مجلسونه سره کوي، خو هغه د سروري په څېر آزاد نه و، ځکه شنې جامې یې په تن وې! دا په داسې حال کې چې نورو بندیانو ته حتی ددې اجازه نه وه چې له خپلې خونې بهر وګوري، دا خو څه کوې چې پرتله له اړتیا، او یا پرتله له ټاکل شویو وختونو را ووزي! د بلې خونې دروازې ته ور شي!

   ما ویل سبحان الله!! دنیا او قدرت یې داسې بي وفا دي، اسد الله سروري یو وخت د استخباراتو رئیس و، چا ته به یې چې خوښه شوه،  د ده په تعبیر لکه چرګان تر تېغ یې تېرول، یا به یې ژوندي تر خاورو لاندې کول، او په همدې ریاست هفده کې به یې بنديانول، خو نن دا دی خپله په همدې زندان کې بندي دی! نه یې قدرت په درد ورته وخوړل، نه یې روسانو! او نه یې رفیقانو او کمونیستانو! دا خو یې د دنیا حال دی! سبا په قبر کې به یې څه حال وي؟ هلته به څوک په درد ورته وخوري؟

   همدا ډول ظاهر کوچی د ځینو کسانو په ژبه چې د ریاست نود رئیس و! ده به څومره زندانیان ځورولي، وهلي او کړولي، حتی وژلي وي! خو نن دا دی خپله دلته په زندان کې پروت دی! هېچا په درد ورته ونه خوړل! سبا به په قبر  کې څه کوي؟ 

په هر حال، هر انسان باید فکر وکړي چې ظلم بقا نه لري، ظلم او ظالم الله جل جلاله له آخرت نه مخکې په دنیا کې په خپله سزا رسوي، ځکه خو انسان باید ظلم ونه کړي، او دې ته هم باید جدي پام وشي که یو انسان هر څو قدرت او واک ولري، یوه ورځ به داسې خامخا راځي چې د هېڅ واک حتی دخپل ځان واک او اختیار به نه لري! د خپل عورت د پټولو وس او توان به نه لري، نور به یې جامې ترې وباسي! د بدن په مختلفو غړیو به یې لاس وهي! او لپ لغړ په یوه سپینه ټوټه کې تاو کړی به یې په خاورو کې منډي! هلته بیا د هر چا خپل عمل د لارې مل!!!… نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني تیره برخه په لاندي لینک باندي لوستلای شئ:

http://nunn.asia/leekani/articles/9734

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x