
عروج او زوال
احمد جنيد مبارز
د نړۍ په تاریخ کي یوه انګریزه ښځه ” ملکه وکټوریه ” یادیږي چي د نړۍ په پنځمه برخه یې واکمني لرل .
یوه ورځ دې له خپل لومړي وزیر ” لارډ ملبرون ” څخه وپوښتل چي د تاریخ په ژوره مطالعه کي دي څه تر سترګو سول چي د حیرانتیا وړ و ؟!
وزیر ورته وویل : د اسلام پر مختګ
ملکې بیا وپوښتل : تا ددې پر لامل هم غور کړی دی؟
لارډملبورن وویل : زما په اند یو لامل یې دی، هغه دا چي دوی ته خپل پیغمبر داسي یو کتاب پرایښی؛ څو مسلمانان عمل ور باندي وکړي، د پرمختګ ټولي لاري به پر دوی خلاصي
وي، کله چي دوی دغه کتاب پرېښود د زوال ښکار به سي .!
نو موږ و تاسو قران ته شا ور ګرځولې ده، اوس د زوال ښکار ګرځېدلي یو!!