نظــر

اشغال او سوله

ابو یاسر افغان

وایم د عقل ویش قدرتي دی، دا نن سبا چې په رسنیو کې د سولې ډنډورې غږوي، دوی لکه چې د افغانستان اشغال ته بیخي د یوې عادي موضوع په سترګه ګوري؟ دوی لکه چې نه پوهیږي او نه پدې اړه فکر کوي چې امریکایي اشغالګر دلته د سولې او بیا رغاونې لپاره نه بلکې د جګړې د تودولو، د وسلو د ازمایلو، له افغانستانه د مرکزي آسیا او روسیې د کنټرول د میدان د جوړولو لپاره راغلي، سړی د دغو ځان غولوونکو خبرو ته حیران شي وایي وسله وال مخالفین دی وسله پر ځمکه کیږي، چې سوله راشي، هو! نو وسله وال مخالفین به ځکه وسله پرځمکه ږدي چې د اشغال پر خلاف یې پاڅون کړی مګر د امریکایي عسکرو بمباري، ډرون بریدونه، ځمکني عملیات باید شدت پیدا کړي د دې لپاره چې سوله راشي!!

د دې خبرې منل هم خپلواک فکر او ویښ احساس ته ضرورت لري چې د ټولو بدبختیو مور اشغال او بهرني عسکر دي، دا څنګه کېدای شي چې اشغالګر صلیبیان دې دلته موجود وي او د اشغال پر خلاف راپورته شوي د حق لارې سپېڅلي اتلان دی وسله پرځمکه کیږدي؟؟ امریکایي پوځونه دی زموږ د خاورې اشغال ته دوام ورکوي، د اسلام د خاتمې او کفر د ترویج مرکزونه دی ازاد فعالیت کوي، جنګسالاران او دری تابعیته لرونکي خاینان دی د واک په ګدي سریښ وي، خو وسله وال مخالفین دی وسله پرځمکه کیږدي چې سوله راشي!!
څومره نادره غوښتنه ده چې د مړو وجدانونو، خنثا افکارو او بې غیرتو خولو څخه را وځي.

دا یو جوت حقیقت دی چې د افغانستان د ټولو بدبختیو لوی او اساسي عامل اشغال دی، همدا اشغالګر دي چې دلته یې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې استعمال کړی، د شاشهید، اچین او وزیر اکبر خان سیمي بریدونه یې ترسره کړل، لکونه هېوادوال یې را ووژل، شپه او ورځ یې جنګي الوتکې د هېواد پر فضا الوتنې کوي د دې لپاره چې د اسلام اخیري نوم اخیستونکی ختم او د تل لپاره افغانستان یوه صلیبي مستعمره وګرځوي، قاچاق دوی کوي، فحشا او ارتداد ته دوی لمن وهي، قومي تعصبونه دوی را پارولي، اقلیت ته په اکثریت دوی واک ورکړی، افغانستان د نړیوال استخباراتو د سیالۍ په ډګر دوی بدل کړی دی دا ټول د اشغال برکت دی او دا هماغه اشغال ګر دي چې اشرف غني ورسره د
امنیتي تړون په امضا کولو ولس ته په سترګو کې خاورې اچولې چې پدې تړون سره به امریکا افغانستان سره هر اړخیزې مرستې کوي!!

تر هغو چې اشغال وي، جګړې او نا امنۍ به دوام لري، حالت به ورځ تر بلې خرابیږي، فقر او بیکاري به زیاتیږي، نا امني به وي، مرګونه او ویرونه به وي، افغان ملت به د ښې ورځې پس ړوند شي او افغانستان به نور هم شاتګ کوي.

نو که سوله مطلوبه وي، لومړی باید اشغال پای ته ورسیږي، د اشغالګرو په مرسته واک ته رسیدلي خاین چارواکي باید د واک له ګدۍ لری شي، ځکه چې همدوی د اشغالګرو هر جنایت ته دلایل تراشلي او د اشغال د دوام لپاره د ذهن سازۍ هڅې یې کړي، نو فلهذا د ملت پر وړاندې باید محاکمه شي، واک باید د ملت د رښتینو استازو په لاسونو شي، نو په هغه صورت کې د حالت د ښه والي امکان شته او چې تر څو اشغالګر دلته موجود وي، لاسپوڅي یې په واک کې وي، حالت به کله هم مثبت لوري ته ولاړ نه شي.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x